پکتیا کې ۱۶ نجونې د روغتیایي زده کړو انسټیټیوټ له فیزیوتراپي څانګې فارغې شوې

اطلاعات روز: په سویل ختیځ زون کې د روغتیايي زده کړو انسټیټیوټ له فیزیوتراپي څانګې تازه فارغې شوې نجونې د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې دوی ته دې په روغتیايي مرکزونو کې د کار کولو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۱۶ د لړم) په پکتیا ولایت کې د ناروېژن کمېټې په مالي ملاتړ د سویل ختیځ زون د څلورو ولایتونو ۱۶ نجونو په فیزیوتراپي څانګه کې له دوه کلنو روغتیايي زده کړو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

فارغې نجونې وایي، نه پوهیږي چې د طالبانو روغتیایي ادارې به ورته په روغتیايي مرکزونو کې د کار کولو زمینه برابره کړي او کنه. 

د دوی په وینا که د دندې ترسره کېدو زمینه ورته برابره نه شي نو په دې برخه کې کړې خواري به یې په اوبو لاهو شي.

دغو نجونې همدا راز د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې په هیواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو بند ښوونځي خلاص او نجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړي.

په همدې حال کې بیا د جوړو شویو مراسمو پر مهال د ناروېژن کمېټې مسوولین وایي، که څه هم دوی د طالبانو د حکومت په راتګ له ځینو ستونزو سره مخ شوي خو ډاډ ورکوي چې په دغه زون کې اړتیا ته په کتو به د زده کړو لپاره پوره هڅه وکړي.

د دغې کمېتې عمومي مشر تاریا زیاته کړه، چې په پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو کې لاهم د لېرې پرتو ولسوالیو روغتیايي مرکزونه د ښځینه روغتیاپالانو له کموالي سره مخ دي.

د ناروېژن کمېټې په مالي ملاتړ له دې وړاندې هم په بېلابېلو روغتیايي برخو کې سلګونه نارینه او ښځینه فارغ شوي، خو د کاري فرصتونو نه شتون له امله یې زیاته برخه بې روزګاره دي، په داسې حال کې چې د لېرې پرتو ولسوالیو روغتیايي مرکزونه اوس د روغتیاپالانو له کموالي سره هم مخ شوي دي.