د ارزګان اوسیدونکی د ژمې لپاره د سون توکو د اخيستلو وس نه لري.
ارزګان چې د هېواد په جنوب کې پروت ولايت دی د تيرو جګړو او بې کاري له امله زياتي کورنۍ له فقر او غربت سره مخ کړي دي.
ددغه ولايت اوسيدونکي وايي چې ژمۍ په داسي حال کې رارسيږي چې دوی د ځان ګرمولو لپاره هيڅ سون توکي او لباسونه نه لري.
دوي زیاتوي له يوې خوا څخه غربت زيات شوی دی او له بل پلوه په دغه ولايت کې د سون توکو قيمتونه ډير زيات لوړ دي او نه پوهيږي چې په څه ډول به په ژمې کې خپل ځانونه ګرم وساتي.