زابل کې د «بسکې» پُل تر ګټې اخیستنې یوه اونۍ وروسته خراب شوی

اطلاعات روز: زابل ولايت کې د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له لوري د «بسکې» په نوم جوړ شوی پُل چې د لاندینۍ برخې رغنیزې چارې یې یوه افغاني شرکت ته سپارل شوې وې، تر ګټې اخیستنې یوه اونۍ وروسته تخریب شوی دی.

زابل کې د طالبانو د ټولګټو چارو رياست مسوولين وايي، د دغه پُل د لاندینۍ برخې رغنیزې چارې یوه افغاني شرکت پرمخ وړي چې د خراب او ناکاره ساختماني موادو د کارولو له امله تخریب شوی دی.

دوی زیاتوي: «دغه پُل د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له لوري زابليانو ته ډالۍ شوی، نور ټول پُل ۷۷ ترکي شرکت جوړ کړی يوازې د لاندینۍ برخې سنګ کارۍ یې يوه افغاني شرکت ته په قرارداد ورکړی شوې وه، خو افغاني شرکت خراب مواد پکې استعمال کړي او د پُل لاندېنۍ برخه په يوې اونۍ کې خرابه شوه.»

ورته مهال بیا د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وياند حميدالله مصباح وایي، دغه موضوع د دوی تر جدي تعقیب لاندې ده او یاد افغانی شرکت به عدلي ارګانونو ته معرفي کړي ترڅو دوسیه یې د اسلامي شریعت له مخې وڅیړل شي.

نوموړی زیاتوي، د پُل زیانمنه شوې برخه به ډېر ژر له سره د ۷۷ تُرکې ساختماني شرکت له لوري په معياري ډول جوړه شي.

مصباح د افغاني شرکت په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم ویلي چې د دغه پُل په جوړیدو څومره لګښت راغلی دی.

د بسکې پُل د ځینو برخو د تخریب خبر داسې مهال ورکول کېږي چې دغه پل يوه اونۍ وړاندې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.