انځور: استول شوی

هلمند کې د پنبې او غوړیو يوې نوي فابريکې په فعاليت پېل وکړ

اطلاعات روز: د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د سردار ګل محمد خان صنتعي ښار ګوټي کې د پنبې او غړیو یوې نوې فابریکې په فعالیت پېل وکړ.

د دغې فابريکې مسول حاجي غلام محمد محمدي وايي، چې د دې فابريکي پر جوړيدو شاوخوا ۷۲ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د شپږو مياشتو په موده کې  يې کارونه بشپړ او دا مهال پکې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۷۰ ټنه پنبې د پروسېس ظرفیت لري او تولیداتو کې یې مالوچ، کنجاړه ، غوړي او صابون شامل دي.

دغه راز هلمند کې د صنعت او سوداګرۍ خونې مسول غلام يحیا پښتون وايي، دوی د کاري فرصتونو د زياتيدو او هېواد کې د پانګونې هڅې زياتي کړي دي.

په ياده فابریکه کې په کار ګمارل شوي کسان هم خوښ دي او زیاتوي مخکي بیکاره وو او اوس په کار شوي دي.

د نصراحمد په نوم یو تن کارګر وایي: «دلته زه یوازې نه یم دلته زما سره ډېر نور ملګري هم  کار کوي اوس د فابریکې پېل دی نورو خلکو ته به هم کار پیدا شي زما نورو تجارانو څخه هم هیله ده چې دغه ډول فابریکې  جوړې کړي.»

د هلمند د سردار محمد ګل خان صنعتي ښار ګوټي د مسوولینو د معلوماتو له مخې یاد ښارګوټي کې ۱۲۰ نورې  فابریکې شتون لري چې یو شمیر یې د بریښنا نشتون له امله تړل شوي دي.