حنا رباني د ایران له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې له طالبانو سره د نړۍ پر تعامل ټینګار وکړ

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې حنا رباني کهر سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې لیدنه کې حنا رباني کهر د يوه سوله ييز او باثباته افغانستان لپاره د پاکستان پر دوامداره ژمنه د ټينګار ترڅنګ ویلي، چې ژورې ورورګلوي اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پياوړي پيوستون ريښه جوړوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په داسې حال کې چې افغانستان له ډېرو پیچلو ننګونو سره مخ دی، یو ځل بیا د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د دوامداره تعامل پر اهمیت ټینګار کړی دی.

هغه په ​​دې برخه کې د پاکستان او ایران پر مهم رول ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي بیا د قومي او کهر د لیدنې په اړه وايي، چې د افغانستان لپاره د ایران تګلاره د ثبات رامنځته کول دي.

نوموړي په یوه ټوېټ کې لیکلي چې پاکستان ته د کاظمي قومي سفر او په مسکو ناسته کې د هغه حضور د همدې لپاره دي.

موسوي ليکلي: «د افغانستان له کورنيو مسايلو جلا چې د دغه هېواد په خلکو پورې اړه لري، دوه نړيوالې او سيمه ييزې ستراتيژۍ د افغانستان د راتلونکي لپاره په سیالۍ کې دي: يوه د ثبات تګلاره او بله د بې ثباته کولو.»