ننګرهار کې سږکال د زیتونو حاصلات کم شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي، سږکال یې د زیتونو حاصلات د تیر کال په پرتله ډېر کم شوي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کانال رییس غلام الرحمن کظیم وایي، چې تیر کال یې د زیتونو له څلور ګونو فارمونو څخه ۹۰۰ ټنه حاصلات راټول کړي وو، خو وایي، سږکال اټکل کوي چې حاصلات به یې د تیر کال په پرتله بیخي کم وي.

نوموړی د زیتونو د حاصلاتو د کموالي لامل طبعي افتونه او د خلکو له لوري د زیتونو باغونو ته نه پاملرنه یادوي.

کظیم زیاتوي:«ننګرهار کې سږکال د زیتونو حاصلات کم شوي او لامل یې بې وخته بارانونه، تیز بادونه، د خلکو له لوري د زیتونو ونو ته نه پاملرنه او همدارنګه طبي افتونه دي؛ چې له امله به یې سږکال د زیتونو حاصلات کم وي.»

په همدې حال کې د زیتونو د فابریکې امر عتیق الله نایر اندیښنه لري او وایي، د حاصلات له کمښت سره به د زیتونو د تیلو اندازه هم کمه شي.

نایر زیاته کړه:«سږکال چې د زیتونو حاصلات کم دي نو ورسره به زمونږ د زیتونو د تیل اندازه هم کمه وي او لامل یې همدا دی، چې زیتون کم دي او بله ستونزه زمونږ دلته د وسایلو د کموالي او همدارنګه د وسایلو زړښت دی چې له امله یې زیتون په پروسېس کې له ستونزو او نورو کړاوونو سره مخ یو.»

د زیتونو په یاده فابریکه کې ۶۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، کاریګر یې وایي، شپږ میاشتې کیږي چې معاش یې نه دی اخیستی او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

عزیت الله د یادې فابریکې یو له کاریګرو څخه دی هغه ټینګار کوي او وایي، که د معاش د ورکړې ترڅنګ د دوی کاریګر زیات شي ستونزې به یې تر یوه بریده حل شي.

د ننګرهار د کانال ریاست د معلوماتو له مخې تیرکال د زیتونو له څلورګونو فارمونو څخه ۹۰۰ ټنه زیتون راټول شوي و، چې سږکال یې د حاصلاتو اټکلي اندازه لا معلومه نه ده خو چارواکي یې وایي، چې اندازه یې ډیره کمه شوې.

دکانال ریاست مسولین وایي، کلونه وړاندې یې په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه زیتون کرلي وو، چې د جګړو پر مهال یې سلګونه هکتاره له منځه تللي او اوسمهال یې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه زیتون پاتې دي چې د تخریب دمخنیوي لپاره ېې پر لارو چارو غور کوي.