د طالبانو مشر خپلو قاضیانو ته: تاسو مکلف یاست چې قصاص او شرعي حدود جاري کړئ

اطلاعات روز: د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دغې ډلې له قاضیانو سره په لیدنه کې تاکید کړی چې مجرمان قصاص او شرعي حدود پرې جاري کړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (یکشنبه،۲۲ د لړم) په یوه ټوېټ کې لیکلي چې ملا هبت الله خپلو قاضیانو ته ویلي چې د «غلو، انسان تښتوونکو او فتنه ګرو دوسیې په ښه ډول وڅیړي.»

مجاهد د طالبانو د مشر له قوله ليکلي: «هغه دوسیې چې د حد او قصاص ټول شرعي  شرایط یې پوره کړي وي مکلف یاست چې حد او قصاص ورباندې جاري کړئ؛ ځکه دا د شریعت حکم  او زما امر دی او فرض دی ترڅو ورباندې عمل وکړئ.»

طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال هم مجرمان قصاص او په عام محضر کې یې ترې لاسونه پرې کول.

په تېر جمهوري حکومت کې یاد حکم لغوه شوی و.

د طالبانو بیا واک ته رسیدو سره د دغې ډلې چارواکو اعلان وکړ چې قصاص او شرعي حدود به یو ځل بیا جاري کوي خو، تر اوسه یې د پلي کیدو راپورونه نه دي خپاره شوي.