اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې د يوې موسېسې له لوري د څه باندې ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت دسيلابي اوبو د زيان د مخنيوي په موخه د ۱۲ استنادي ديوالونو درغيدو چارې پېل شوې.
ارزګان ولايت کې د (NCA) موسېسې په مالي او د افغان پراختيايي (ADA) موسېسې په تخنيکي همکارۍ د ۲۰ ميليونه او ۴۸۶ زره افغانيو په اندازه د ۱۲ استنادي ديوالونو د رغيدو چاري پېل شوې.
دافغان پرمختيايي موسېسې ولايتي مسول محمدنعيم مومند وايي، چې ياد استنادي ديوالون د سيلابي اوبو د مخنيوي په هدف رغول کيږي.
نوموړي وايي، دغه استنادي ديوالونه چې ۶ يې په مرکز ترينکوټ او ۶ نور يې په ولسواليو کې دي ټول د ۹۰۰ متره په اوږدوالۍ او درې متره لوړوالي لرلو سره جوړیږي.
د هغه په خبره، په دغه پروژو کې به ۲۱۶ غير مسلکي او ۳۶ مسلکي کسان په کار وګمارل شي.
په ورته وخت کې په ارزګان ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولين هم ددغه ډول پروژو د پلي کولو څخه هرکلۍ کوي او له نورو موسېساتو څخه غوښتنه کوي چې دغه ډول پروژي پلي کړي.
دغه راز هغه کسان چې په ياده پروژو کې ورته د کار زمينه برابره شوې زيات خوشحاله دي او زياتوي چې تر دې مخکې بې روزګاره وو.
دوی د موسېساتو غوښتنه کوي چې خلکو ته دې د مفتو مرستو ورکولو پر ځای دغه ډول د کار زمينه برابره کړي.
په افغانستان کې تر سياسي بدلون وروسته ډير شمير کسان بې روزګاره شوي او په ډيرو سيمو کې خلک د کار نشتون له امله د مرستو په تمه ناست دي، چې د کارپوهانو په وينا دغه ډول مرستې ګټورې نه تماميږي او په کار ده چې خلکو ته د کار په بدل کې مرستې ورکول شي.