د پکتیا ډنډپټان سرحدي کرښه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

اطلاعات روز: د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د ډیورنډ فرضي کرښې د «خرلاڅي» دروازې سره نږدې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه نښته نن (سې شنبه، ۲۴ د لړم) مازدیګر ۴:۰۰ بجې رامنځته شوې او سیمې ته د طالبانو تازه دمي ځواکونه هم رسېدلي دي.

تر اوسه د دغې نښتې لامل او تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي شریک شوي، خو د لومړنیو معلوماتو له مخې چې دواړو غاړو ته مرګ، ژوبله هم اوښتې ده.

تر دې دمه طالبانو او پاکستانې ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د دوستۍ په دروازه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ  نښته شوې وه.

پر خواله رسنیو یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې یو طالب ډوله کس د تفنګچې په وسیله له نږدې فاصلې په پاکستاني ځواکونو ډزې کوي. سرچینې وایي، چې په دې برید کې درې پاکستاني ځواکونه وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وایي، چې برید کونکی کس د طالبانو غړی دی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې برید د یوه نامعلوم کس له لوري شوی او په دې اړه یې خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

د مجاهد په وینا په دې برید کې یو پاکستانی سرتیری وژل شوی دی.

دغه راز کندهار کې سرچینې وایي، پاکستاني چارواکو طالبانو څخه غوښتي چې پر پاکستاني ځواکونو برید کونکی کس دوی ته وسپاري.

د سرچینې په وینا، پاکستاني چارواکو طالبانو ته شرط ایښی، چې تر هغو به د سپین بولدک-چمن دروازه تړلې وي، چې د یو پاکستاني سرتیري قاتل ورته نه وي سپارل شوی.

د دغه دروازې د تړل کیدو وروسته اوس مهال  لسګونه مسافر دواړو خواوو ته بند پاتې دي.