اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا د نیول شویو اعتراض کوونکو ښځو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
په جنوبي اسيا کې د بښنې نړيوال سازمان کمپاينرې سميرا حميدي ویلي، په تېرو لسو ورځو کې د بشري حقونو درې ښځينه مدافعانې، ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ، حمیرا یوسف او د هغوى همکاران د طالبانو له لوري نيول شوي دي.
هغې زیاته کړې، افغانستان کې د ښځو د حقونو د مدافعینو د نیول کیدو وروستۍ څپه د طالبانو د ظالمانه سیاستونو پر وړاندې د سوله ایزو مظاهرو او مخالفتونو د ځپلو یوه بله هڅه ده.
سمیرا ویلي، طالبان د افغانستان د واکمنانو په توګه بايد د بشري حقونو نړيوال قوانين او معيارونه رعايت کړي.
هغې ټینګارکړی، چې طالبان باید ژر تر ژره اعتراض کوونکې ښځې او د هغوی همکاران خوشې کړي.
سمیرا ویلي: «موږ د ظریفې یعقوبي، فرحت پوپلزۍ، حمیرا یوسف او د هغوی د همکارانو د خوندیتوب او روغتیا په اړه چې نیول شوي ډیر اندیښمن یو.»
د اغلې سمیرا په وينا، تردې وړاندې هم د طالبانو له لوري نيول شویو کسانو سره ناوړه چلند شوی او شکنجه شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، طالبان باید د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه ځواب ویونکي وي او نړیواله ټولنه باید دا عملونه په علني او یا له طالبانو سره په خصوصي تعاملاتو کې وغندي.
د هغه په وينا، نړيواله ټولنه بايد واضح پيغام واستوي چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو اوسنۍ تګلارې د منلو وړ نه دي.