لغمان کې د کوټې چت پریوتو له امله د یوې کورنۍ درې تنه مړه شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځایي چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د کوټې چت پریوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ درې تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند سلامت خان وایي، چې پېښه تیره شپه (دوشنبه، ۲۳ د لړم) ۰۹:۳۰ بجې د الینګار ولسوالۍ اړوند «منګو» سیمه کې د زیاتو ورښتونو له کبله رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د سمیع الله په نامه د یوه ځایي اوسیدونکي د کوټې چت پریوتي، چې له امله یې د نوموړې میرمن او دوه زامن مړه شوي او بله لور یې ژوبله شوې ده.

هغه وایي، ټپي شوې ماشومه یې د لغمان ولایتي روغتون ته انتقال کړې چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.

د ژمي په موسم کې هر کال دا ډول پېښو زیات راپورونه ورکول کیږي، چې لامل یې د کورونو زوړوالی او د ورښتونو دوام ښودل شوی دی.

روان کال له دې سربیره د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې شدیدې زلزلې او سختو بارانونو د ګڼ شمیر هیوادوالو کورونه ونړول او په زیاتو ولایتونو کې یې عامو خلکو ته درانه تلفات واړول.