کندهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

اطلاعات روز: کندهار کې د دوو کورنیو ترمنځه پنځلس کلنه دښمني چې ترمنځ یې شپږ کسان وژل شوي د قومي مشرانو په همکارۍ په دوستۍ بدله شوه.

د قومي جرګې ګډون وال او د کندهار پخوانی والي روح الله خانزاده وایي، د پوپلزو قوم دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني نن (چهارشنبه، ۲۵ د لړم) په دوستۍ بدله شوه.

 نموړی زیاتوي، دغه کورنۍ د «صوف» خانانو په نوم مشهورې دي او په یاده موده کې دواړو خواوو ته شپږ ځوانان وژل شوي دي.

هغه وويل، د هېواد په نورو ولايتونو او ولسواليو کې هم بايد قومي مشران لاس سره يو کړي او خفه شوي قومونه پخلاينې ته وهڅوي.

د دغه کورنيو مشران بیا زیاتوي: « نور موږ ستړي يو جنګ بس دی، ټول قومونه دې سره پخلا شي، ډېر ځوانان مو مړه شول تېره ورځ مو لا شخړه وکړه خو بېرته نن سره پخلا شولو.»

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار قومي مشرانو هڅې پيل کړي ترڅو په دغه ولايت کې د ټولو قومونو ترمنځ پخوانۍ شخړې حل کړي.