اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچينې وايي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د سيمه ييزو پوليسو يو پخوانى سرتېرى وژلى دى.
یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه سرتېری محب نومېده او څو ورځې وړاندې د طالبانو له لوري غوښتل شوی شوی و. ویل کیږي چې نوموړی د خاص کونړ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی و.
د سرچينې په وينا، طالبانو دغه سرتېرى لومړی شکنجه کړى او بيا يې وژلى دى.
سرچینه زیاتوي، چې د محب مړی د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې موندل شوی دی.
د کونړ امنيتي چارواکي بیا د دغه پخواني سرتېري د وژل کېدو په اړه بې خبري ښيي.
د روانې مياشتې له پيل راهيسې دا په کونړ کې درېيم پخواني نظامي دی چې وژل کېږي.
په روان کال کې د پخوانیو ځواکونو د مرموزو وژنو پراخې پېښې رامنځته شوي، چې په دغو وژنو کې طالبان په لاس لرلو تورن دي. خو طالبان بیا دغه تورونه ردوي او وايي چې دوی د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته پابند دي.