اطلاعات روز: هرات کې د طالبانو د استخباراتو ریاست وايي، چې د دې ډلې ځواکونو په یوه نښته کې د داعش پنځه غړي وژلي دي.
دغه نښته تېره شپه (سېشنبه، ۲۴ د لړم) شاوخوا ۹:۳۰ بجې د هرات ښار ۱۲مې ناحیې اړوند د حاجي عباس په سیمه کې شوې ده.
د ځايي اوسېدونکو په وينا، په دې نښته کې سپکې او درنې وسلې وکارول شوې او شاوخوا ۲۰ دقيقې يې دوام درلود.
هرات کې د طالبانو د استخباراتو ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د داعش ډلې پر یوه پټنځای د عملیاتو په ترڅ کې یې د دغې ډلې پنځه غړي وژلي دي.
طالبانو په دې عملیاتو کې د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
دغه راز د طالبانو استخباراتو ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې یې د داعش ډلې پټنځای په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
طالبانو په دې وروستیو کې د کابل په پنځلسمه ناحیه کې هم د عملیاتو خبر ورکړی و، او ویلي یې و چې د داعش یو پټنځای یې له منځه وړی دی.
طالبان په داسې حال کې په لویو ښارونو کې د داعش پر ضد د خپلو عملیاتو خبر ورکوي چې دوی ادعا کوي چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري او نه کوم ګواښ دی.
داعش هم د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.