اطلاعات روز: ارزګان کې ځایي سرچینې وایي، چې غلو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له موټرو لسګونه بورۍ اوړه او دال غلا کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه غلا تېره شپه (چهارشنبه، ۲۵ د لړم) د ارزګان-کندهار پر لويه لار شوې ده.
یوې سرچینې اطلاعات ته وویل، چې ۴۰ بورۍ اوړه او لس بورۍ دال غلا شوي دي.
د ارزګان لپاره د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس قاري اغاولي قريشي وايي، چې په غذایې موادو بار لسګونه موټر له ځانګړي تم ځای پرته د سړک پر غاړه ولاړ وو، چې د غلو لخوا په نښه شوي دي.
نموړی زیاتوي، د يادې موسېسې کارکوونکو د امنيتي کسانو سره همغږي نه وه کړې.
د ارزګان ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې لپاره د طالبانو مسول مولوي دفاعي وایي، د پېښي په تړاو ۴۰ شکمن کسان نیول شوي او څېړني ترې روانې دي.
ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولینو بیا په دې اړه ناخبري ښودلې ده.
شپږ میاشتې وړاندې هم د همدې ادارې یو موټر چې خوراکي توکي یې لیږدول د ارزګان مرکز ترینکوټ څخه خاص ارزګان ولسوالۍ ته پر لار د خلکو لخوا چور شوی و.