اطلاعات روز: د مالیې وزارت اړوند افغان کارټ دولتي شرکت له دېرش کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره روسیې هېواد ته د انارو صادرات پيل کړل.
د افغان کارټ شرکت لپاره د طالبانو ریيس سيد محمد قسیم وایي، دغه شرکت تردې وړاندې د بېلابېلو لاملونو له کبله فلج شوی و او تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۵ د لړم) يې یو ځل بیا خپل فعالیت پېل کړ.
د نوموړي په وينا، چې پس له دېرش کلن ځنډ وروسته يې د لومړي ځل لپاره روسیې هېواد ته د انارو صادرات پيل کړل.
هغه زياتوي، چې د انارو دغه محموله شل ټنه ده او هڅه کوي په دې برخه کې سوداګري نوره هم پراخه کړي.
هغه وویل: « زموږ يو پلاوی تردې وړاندې روسیې هېواد ته تللی و او هلته يې له سوداګرو سره تر خبرو وروسته دغه تړونه کړی و، ډېر ژر به د همدې شرکت پرمټ له روسیې څخه د غنمو، تيلو او نورو توکو صادرات پېل شي.»
دغه راز د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر حاجي محمد صديق مهمند وايي، هڅې يې پېل کړي ترڅو افغاني توليدات نورو اروپايي، امريکايي او آسيايي هېوادونو ته ولېږدوي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر زیاتوي، په راتلونکي کې به د وچې او تازه مېوې په صادراتو کې ډېروالی راشي او په همدې برخه کې به شته ستونزې حل کړي.
د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې له کندهار څخه تازه انار پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته صادرېدل چې ډیر کله به یادو هیوادونو د افغان صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړولې او د تجارانو مالونه به پر وخت بازار ته نه رسیدل.