اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له مخکینۍ مشرې شهرزاد اکبر سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې لیدنه کې یې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو د نقض او ځپلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
هغه په یوه ټویټ لیکلي، چې شهرزاد اکبر به افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مستندولو او څارنې ته دوام ورکوي.
وېسټ ليکي، چې له شهرزاد اکبر سره يې په ليدنه کې د ښځو، نجونو او د لږکيو د حقونو د نقض او په افغانستان کې په ملي کچه د خبرو په اړتیا خبرې اترې کړې دي.
طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي چې دغه بندیزونه د ښځو د اعتراضونو رامنځته کیدو لامل شوي دي. خو طالبان هڅه کوي چې د ښځو اعتراضونه وځپي.
په دې وروستیو ورځو کې د ښځو د حقونو لږ تر لږه څلور فعالان نیول شوي یا ورک شوي دي.
ظریفه یعقوبي او همکاران یې د کابل له لویدیځ څخه نیول شوي او فرحت پوپلزی، حمیرا یوسف او پروین سادات نادرکه دي.
طالبانو د دغو ښځو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.