پر رسنیو د طالبانو بندیزونه؛ افغانستان د بیان ازادۍ له نړیوال ایتلاف حذف شو

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د بیان ازادۍ په نړیوال ایتلاف کې د افغانستان غړیتوب لغوه شوی دی.

افغانستان د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ۱۳۹۸ کال د دلوې یا سلواغې میاشت کې د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف غړی شو او ژمنه یې کړې وه چې د بیان د ازادۍ په برخه کې به خپل نړیوال مسوولیتونه ادا کوي.

خو کاناډا او هالنډ د بیان ازادۍ د نړیوال ایتلاف د رییسانو په توګه پرون (جمعه، ٢٧ د لړم) په یوې بیانیه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د رسنیو وضعیت اوس د دغه هېواد له کړیو ژمنو سره مطابقت نه لري ځکه یې غړیتوب لغوه شوی دی.

په دغه بیانیه کې راغلي، چې د افغانستان د غړیتوب د لغوه کولو پریکړ یې د ایتلاف له غړو سره په مشوره او د دغه ایتلاف له غوښتنو سره سم کړې ده.

د بیان ازادۍ نړیوال ایتلاف ویلي دي: «د رسنيو د ازادۍ ايتلاف ته څرګنده ده، چې په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ وضعيت له بده مرغه نور د نړيوالې ټولنې د ژمنو سره مطابقت نلري. په حقيقت کې اوسنی حالت د جدي اندېښنې وړ دی.»

بیانیه کې راغلي، چې طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته د رسنیو پر ازادۍ سخت بندیزونه لګولي چې له امله یې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب او هوساینه له خطر سره مخامخ شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د بیان ازادۍ د وضعیت په اړه د بیان ازادۍ د نړیوال ایتلاف اندیښنه پر ځای بللې ده.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په يو کال کې د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتريخوالي لږ تر لږه ه ٢٤٥ قضيې ثبت شوې دي، چې د خبريالانو نيول، فزيکي تاوتريخوالی، ګواښونه او تهديدونه، ټپي کول او حتی د خبريالانو وژل شامل دي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز شمیرې ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ په يو کال کې له يو څخه تر څو ساعتونو يا څو ورځو او مياشتو پورې د تاوتريخوالي او ګواښونو تر څنګ د لنډ مهالي نیول کیدو لږ تر لږه ١٣٠ قضيې ثبت شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د ټولیزو رسنیو د قانون او اړوندو قوانینو او مقرراتو د تطبیق په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي او ازادو رسنیو ته د درناوي ترڅنګ پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.