پکتیا کې یو ۲۸ کلن ځوان ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې یوه ۲۸ کلن ځوان خپل ځان په ډزو ویشتلی.

په دغه ولایت کې د طالبانو له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه (شنبه، ۲۸ د لړم) ګردې څېړۍ ولسوالۍ اړوند «سروخېلو» سیمه کې د «حلیم الله» په نوم یو ۲۸ کلن ځوان په خپل کور کې ځان په ټوپک ویشلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ځوان کوم دماغي مشکل نه درلوده او نه یې هم کورنۍ له چا سره شخصي ستونزه درلوده.

په دې وروستیو کې د ځان وژنو پېښې خورا ډېرې شوې، چې تر ډېره یې لامل اقتصادي، حقوقي او کورنۍ ستونزې بلل کیږي.