د پکتیا ډنډپټان کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړې شدت موندلی

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت ډنډپټان ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ یو ځل بیا جګړې زور اخیستی او څه باندې لس ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په سیمه کې یوې ځايي سرچینې نن (یکشنبه، ۲۹ د لړم) اطلاعات روز ته وویل، چې له تېرو څلورو ساعتونو راهیسې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو نښته روانه ده.

سرچینه ادعا کوي، چې د پاکستان له خاورې افغان لوري ته توغول شوي توپونه د ملکي وګړو په کورونو لګېدلي، چې مرګ، ژوبله یې هم اړولې ده.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي زیاته کړه، چې تر اوسه له لسو ډېر ټپیان د څمکنیو ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

له پاکستاني پوځیانو سره د نن ورځې نښتې په اړه پکتیا کې د طالبانو امنیتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د تېرو نښتو پخلی یې کړی دی.

په ډنډپټان ولسوالۍ کې د رامنځته شوې نښتې له امله پاکستان لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات لاهم نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ پرون ماښام او څو ورځې وړاندې هم په ډنډ پټان کې نښتې شوې دي.

دغه راز يوه اوونۍ وړاندې د سپين بولدک – چمن پر پوله د دواړو لورو ترمنځ نښته شوې وه چې له امله یې یاده لار د سوداګرو او مسافرو پرمخ تړل شوې ده.