انځور: ټولنیزې رسنۍ

د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر ضد ولسي پاڅون شوی

اطلاعات روز: له پاکستان سره د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې فرضي کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ که څه هم جګړه درېدلې، خو د ډندپټان او څمکنیو ولسوالیو لسګونه ځوانانو له افغان خاورې د ساتنې په موخه ولسي پاڅون کړی دی.

ډنډپټان له پاکستان سره ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالۍ ده، نن سهار (سې شنبه، ۱ د لیندۍ)  د دغې او څمکنیو ولسوالیو اوسېدونکو له افغان خاورې د دفاع لپاره ولسي پاڅون کړی دی.

یو ځايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز ته په لېږل شوي غږیز پیغام کې وايي، چې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ د نښتې پر مهال سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي.

په همدې حال کې د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي بلال نسیم اطلاعات روز ته وویل، چې نن سهار له شهرنو بازار څخه تر شلو ډېر پیکپ موټر چې له ځوانانو بار و، د ډنډپټان ولسوالۍ پر لوري یې حرکت وکړ او غوښتل یې چې د پاکستاني پوځیانو د تېري په وړاندې مقاومت ترسره کړي.

د هغه په وینا چې په دغه پاڅون کې ځینو قومي مشرانو هم ګډون کړی و او فرضي کرښې ته څېرمه یې د پاکستان پوځ او نظام پر ضد شعارونه ورکول.

تېره ورځ د رامنځته شوې ستونزې د هواري په موخه د طالبانو د ملي دفاع وزارت یو پلاوی هم پټان ولسوالۍ ته تللی و او هلته یې له پاکستاني پوځیانو سره ناسته کړې وه، خو خبرې یې بې پایلې پای ته رسېدلې وې.

ويل کيږي چې طالبان غواړي د ډنډپټان ولسوالۍ لار د ځاځي اريوب له سرحدي ولسوالۍ سره ونښلوي؛ خو پاکستان د دې کار مخالفت کوي.

و مو غوښتل چې په دې اړه په پکتیا ولایت کې د طالبانو د امنیتي مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی له رسنیو سره په دې اړه د معلوماتو له شریکولو ډډه کوي.

په روانه اونۍ کې د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند فرضي کرښه باندې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ درې ځله نښته رامنځته شوې، چې دواړو غاړو ته پکې مرګ، ژوبله هم اوښتې ده.