لغمان کې یو پخوانی نظامي ووژل شو

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یو پخوانی نظامي د ناپيژانده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، چې وژل شوی سرتیری صفي الله نومیده او د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې د تیر جمهوري نظام پرمهال د نظم عامې سرتیری و.

 د سرچینې د معلوماتو له مخې د وژل شوي سرتیري مړی یې کورنۍ تیره ورځ (جمعه، ۴ د لیندۍ) ترلاسه کړی دی.

په ورته مهال یوه بله باوري سرچینه بیا وایي، چې د وژل شوي سرتیري مړی طالب ځواکونو د مرکز مهترلام ښار ته نږدې سیمه کې موندلی او بیا یې د لغمان ولایتي روغتون سپارلی څو یې کورنۍ پیدا شي.

لغمان کې طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د یادې پېښې مسوولیت چا منلی دی.

په دې وروستیو کې دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي چې زیاتره قربانیان یې د تیر نظام سرتیرې دي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو طالبان د یادو پخوانیو پوځیانو په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي. خو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.