اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) ويلي، چې د افغانستان له خلکو سره د نور سيمه ييز ملاتړ په موخه د تاجکستان او ازبکستان له چارواکو سره د مارک پوټزل غونډې پای ته رسېدلې دي.
يوناما نن سهار (شنبه، ۵ د لیندۍ) په يوه ټويټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د معنادارې سولې لپاره به له سيمه ييزو لوبغاړو سره خپل کار ته دوام ورکړي.
مارکس پوتزل د مرکزي اسيا هيوادونو ته سفر کړی وو، تر څو له افغانستان او خلکو سره يې سيمهييزه همکاري نوره هم غښتلې کړي.
اوس مهال افغانستان له بشري بحران سره مخ دی. د دې هيواد نيم نفوس له لوږې سره مخ دی.
افغانستان يو مشروع حکومت نه لري او د طالبانو پر واکمنېدو يو کال اوړي خو لا هم هيڅ هيواد د دې ډلې حاکميت په رسميت نه دی پېژندلی.