د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمپاين؛ ريچارډ بېنټ: د افغانستان ښځې به يوازې پاتې نه شي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه د ملګرو ملتونو راپورچي ریچارډ بېنټ، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د ۱۶ ورځني کمپاین په جریان کې ويلي، چې د افغانستان ښځې به يوازې پاتې نه شي.

نموړي په یوه ټویټ کې لیکلي، چې جنسي ځورونه د نړیوالو قوانینو له مخې بشریت  ضد جرم دی او مجرمین به د خپلو اعمالو حساب ورکوي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ختمولو ۱۶ ورځنی کمپاين، د نوامبر له ۱۶ مې څخه پيلېږي او پر ۱۰ د ډسمبر چې د بشري حقوقو نړيواله ورځ ده، پای ته رسېږي.

د دې کمپاين له پيل سره هممهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) ويلي چې دا هيواد په نړۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په تر ټولو لوړه کچه کې دی.

یوناما ویلي، چې د تاوتریخوالي پای ته رسول او د ښځو او نجونو د حقونو تامین د دوامدارې سولې لپاره اړین دي.

افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو  راتګ سره له خپلو ازادیو او اساسي حقونو بې برخې شوې دي.

د طالبانو تر حاکميت لاندې ښځې نه شي کولای چې په دولتي ادارو کې کار وکړي او همدا راز تر شپږم ټولګي پورته نجونې مکتب ته له تلو منع شوې دي.

د طالبانو غړي ادعا کوي، چې ډيموکراسۍ د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي او پر هغو د تېري په تر ټولو لوړه کچه کې دي.