انځور: ټولنیزې رسنۍ

سِري محکمې او علني سزاوې، پوښتنې او انديښنې

د زرګونو خلکو شور دی او په زرګونو ولولې او هيجاني احساسات په يوه واړه سټوډيم کې يو ځای شوي دي او د فوټبال د نړيوال جام له هرې شيبې بې انتها خوند اخلي. ما ځان يو څو شيبې په خيال کې د دوی ملګری کړ او د سټوډيم پر زرغون غولي مې د خوشالو او صحتمنو انسانانو رقابت وليد چې نورو ميليونونو خلګو ته د خوشالۍ، هڅې او له ژونده د خوند اخيستلو انګېزه ورکوي. زه دې خيال پلو ته ځکه ولاړم چې ومې لوستل طالبانو د پل علم په يوه سټيډيم کې زرګونه خلګ د علني سزاوو د ليدنې لپاره را غونډ کړي وو. ما په يوه شيبه کې دوه اروايي حالته ليدل او ما په يوه شيبه کې له سټوډيم څخه د استفادې دوې بيلګې ليدې او ما په همدې شيبه کې فکر کاوه چې په دوو بېلابېلو سټوډیمونو کې د زرګونو او سلګونو کسانو د خوند اخيستنې انګېزه ولې دومره متفاوته ده؟

د لوګر مرکز پل عالم کې د طالبانو له لوري ۱۲ کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکړل شوه.

دا پوښتنې او انديښنې يوازې د بېلابېلو اړخونو تر انګېزو پورې محدودې نه دي، که وګورو دا ډول ټولې پېښي چې په دې وروستيو کې په ټول هيواد کې شوې دي، تر خپل منځ له ګڼو مشترکاتو سره – سره يو څو منطقي پوښتنې را پورته کوي. په دې اړه لومړۍ پوښتنه چې زما ذهن ته راځي او ښايي د بل هر کس په ذهن کې لومړۍ پوښتنه همدا وي چې د پټو محکمو دا پروسې څومره شفافې دي چې په پايله کې يې يو څوک په رښتيا هم د دوی له تعريف سره سم مجرم پېژندل کېږي او بيا د ټولو خلکو په وړاندې سزا ورکولو ته درول کېږي؟  دا پوښتنه جدي او منطقي ده. کله چې خلکو ته ويل کېږي چې د مجرمينو د سزا ليدنې لپاره دې راغونډ شي او د دوی له وينا سره سم عبرت دې واخلي، ولې خلک د دې لپاره د يو تورن د محکمې کولو پروسې ته نه غوښتل کېږي چې وويني طالبان د کومو شواهدو پر اساس جرم ثابتوي، د کومو اصولو او مقرراتو له مخې يو تورن مجرم ګرزوي؟ او ايا د محکمې په ټول جريان کې تورن کس د ځان د سپيناوي حق لري؟

دا پوښتنې تر اوسه نه هم په قانوني توګه د طالبانو له خوا ځواب لري او نه هم په عملي توګه. په دواړو اړخونو کې شته ابهام او ورته نه پاملرنه، دا مسله له ګڼو اندېښنو سره هممهاله ژوره کوي. هغه دا چې په عموم کې د جرمونو او سزاوو په وړاندې د طالبانو عمومي پاليسي پر کوم اصل او کوم بشري يا هم شرعي حق ولاړه ده؟ د دوی په اوسنيو عملي اقداماتو کې خو خلکو ته پر داسې کارونو هم سزاوې ورکول کېږي چې په هيڅ قانون کې په خپله هماغه فعل جرم نه شي ګڼل کېدلای او بيا ورته د مشخصې سزا تعين د ناځوابو پوښتنو په لړۍ کې يوه بله بې ځوابه پوښتنه ده. د مثال په ډول، دوی په لوګر کې له کوره د تېښتي په جرم يو څوک په درو وهلی. پوښتنه داده چې د کوم قانون له مخې طالبانو له کوره تېښته جرم ګرزولی او بيا ورته د کوم شرعي يا هم بشري حق د نقض له مخې دا سزا ورکول کېږي؟

د جرمونو په وړاندې د طالبانو مشکوک غبرګون هم پوښتنه پاروونکی دی. پر ټولنيزو رسنيو د طالبانو د ګڼو افرادو د بېلابېلو جرمونو ويډيوګانې لاس په لاس شوي او کېږي. د مثال په ډول، که يوه مشخصه پېښه ياده کړو د طالبانو د پاسپورټ د رييس ورور د طالبانو له اند سره سم په غير اخلاقي کار کې بالفعل ونيول شو، مګر د نوموړي د محکمې او ورته د سزا ورکولو په اړه هيڅ جزييات نه شته. پوښتنه داده چې ولې ځينو خلکو ته په عام ډول سزا ورکول کېږي او ځينو ته په پټ ډول؟ او يوه بله اندېښنه لا داده چې ښايي داسې خلکو هيڅ سزا نه وي ليدلي.

د پټو او تړلو محکمو شاته د پوښتنو دا داستان اوږد دی، ځوابونه يې هم همالته بند پاتې دې چيرته چې د رسنيو او عامو خلکو په وړاندې دا دروازې تړل شوې دي. د طالبانو له وينا سره سم دا هر څه د عدالت د تطبيق لپاره کېږي، خو دا چې د عدالت تطبيقونې په دې پروسه کې د ممکنه انساني بې عدالتيو مخنيوی په څه ډول او څرنګه کېږي يا هم شوی دی، يوه بې ځوابه پوښتنه ده او په دې لړ کې د دوی فکر او کردار په منطقي توګه هماغسې نيمګړتياوې لري لکه د لوبو په سټوډيم کې د سلګونو او زرګونو کسانو په وړاندي د تورنو/مجرمينو علني سزاوې؛ چې هم پکې بشري حقوق نقض کېږي او هم پکې انساني شخصيتونه د زرګونو او سلګونو انسانانو په تمسخر کې مري.