اطلاعات روز: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدين عزيزي له چينه غواړي چې د واخان دهليز پرانيستې ته دې را وړاندې شي او په دې لړ کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د نوموړي خبرې، د چين په ننني (دوشنبه، ۷ د لیندۍ) نندارتون کې خپره شوې دي.
عزيزي وايي، چې واخان دهليز يا هم د ورېښمو تاريخي لار کولای شي د افغانستان او چين تر منځ سوداګري زياته کړي او د ټرانزيټ لپاره یوه ډاډمنه لار وګرځي.
دی وايي، چې د طالبانو حکومت د دې دهليز د پرانيستې لپاره چمتو دی او له چينايي چارواکو غواړي چې دا بهير چټک کړي.
د عزيزي په خبره، چې د افغانستان او چين تر منځ د سوداګرۍ د زياتوالي لپاره اړتيا ده چې په افغانستان کې زېربناوې جوړې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، چې د واخان دهليز نه يوازې دا چې د افغانستان طبيعي سرچينو ته د چين لاسرسی اسانه کوي بلکې افغانستان ورسره اقتصادي وده کوي او د سيمه ييز ثبات لپاره هم زمينه برابروي.