ولې طالبان د «شرعي احکامو پر اجرا» ټينګار کوي؟

د طالبانو رهبر ته په منسوب فرمان کې د دې ډلې غړو ته امر شوی چې تر دې وروسته دې درنې سزاوې او قصاص په علني ډول ترسره کوي. د دې ډلې محتسبينو په بلخ او ډېرو نورو ولايتونو کې موسيقي حرامه اعلان کړې او ښځينه سپورټ ځايونه يې تړلي دي. داسي ويل کېږي چې تر دې وروسته به د جمعې په لمونځونو کې ګډون کول هم اجباري وي.

د طالبانو امنيتي مسوولين او محتسبين د خپل مشر د فرمان په اجرا کې کوم خنډ نه ويني. په دې وروستيو کې يې ۱۴ نارينه او ښځې په داسې حال کې مجازات کړل چې ويل کېږي شاوخوا پنځه زره خلک يې ليدنې ته راغلي وو. په تخار، لغمان، باميان او نورو ټولو ولايتونو کې داسې احکام صادر شوي دي او د طالبانو له وينا سره سم چې مجرمان په عامه توګه مجازات شوي. د ډېری هغو کسانو جرم چې د نندارچيانو تر منځ – د عامه عبرت لپاره – په درو وهل شوي، جرم یې «نامشروع اړيکې، له کوره تېښته او غلا» ښوول شوي دي.

طالب چارواکي هم اوس او هم پخوا، د شرعي حدودو اجرا کول – له طالباني تفکر سره سم – د ټولنې د سلامتيا او نظم د تامين لپاره مهم ګڼي او په دې لړ کې چې تر کومه ځايه وړاندې ځي، هڅه يې داده چې د خپلو پرېکړو او فرمانونو لپاره عقلي – علمي دلايل هم وړاندې کړي. په دې تړاو يوه خندوونکې بېلګه د يوه کس ويډيو ده چې ادعا کوي روانپوه دی، دی وايي چې موسيقي د انسان لپاره مضره ده او د موسيقۍ په کلام کې داسې کلمې شته چې د انسان پر مغز او روان تخريبوونکی اغېز لري.

د دا ډول احکامو صادرولو نړيواله ټولنه او هغه ډيپلوماټان ناهيلي کړي چې له طالبانو سره د تعامل او خبرو – اترو پر مهال خوشبين وو او د افغانستان وګړي هم د دې ډلې د تغيير له شونتيا – تر کومه ځايه چې يې زغملای شي – مايوسه شوي دي. طالبان هم د دې پرېکړو په جانبي زيانونو خبر دي، خو پوښتنه داده چې له دې پوهاوي سره – سره، ولې خپلې هغې لومړنۍ دورې ته ګرزي چې د ظلمت، جهالت او ستم يو حاکميت و؟

که طالبان يو دولت فرض کړو، نو په دې کې شک نه شته چې د دې احکامو اجرا کول له دوی سره د هغو مشکلاتو په حل کې هيڅ مرسته نه کوي، چې ورسره مخ دي. د فقر او وچکالۍ خطر چې د رسمي شمېرو له مخې د دې هيواد ۲۰ ميليونه وګړي ګواښي، بېکاري او نه مصروفيت چې يوه لويه ستونزه ګرزيدلې، وسلوالې غلاوې چې تر ډېره حده يې اقتصادي فقر لامل دی، پراخ فساد چې د ځمکو د غصب او زور په بڼه کې را ښکاره کېږي، د اوبو د کمښت او چاپېريال ستونزه، د برېښنا نه شتون او تياره هيواد، د مکتبونو او پوهنتونو بندښت چې بايد د هيواد د پرمختګ لپاره انساني ځواک په وړتياوو سمبال کړي، د بازار رکود او پراخه نا امني، (دا هغه مسايل دي چې) په ورزشي ميدانونو کې د ښځو او نارينه وو په درو وهلو، د موسيقي په بندولو، د ږيرې په پرېښوولو او د چادري په اغوستلو سره نه حل کېږي. برعکس، طالبان دا قدرت تر يوه حده د ګذر له وکيلانو (فاسد محلي خانان) او د مسجد له ملا امامانو سره هم شريکوي چې په دې توګه د ظلم او فساد لمن تر هغه ځايه رسوي چې وس يې رسېږي.

له دې اړخه دا تېروتنه ده چې فکر وکړو دا پرېکړي به د خلکو د اخروي او دنيوي ګټو په موخه شوې وي. کوم څه چې د دې پریکړو په پلي کولو کې د دې ډلې ټینګار ته وضاحت ورکولی شي سیاسي لاملونه دي. د دریو علتونو وضاحت کوم.

لومړی، د اعتراضي غورځنګونو د جوړېدو مخنيوی: طالبان په دې پوهېږي چې د هيواد ټولنيزو، اقتصادي او چاپېريالي ستونزو ته هيڅ ځواب نه لري او داسې نه ښکاري چې په اوږد مهال کې به هم حد اقل د خلکو په ژوند کې ښه والی راشي. پر همدې اساس، دوی پوهېږي چې په يوه وخت کې به د مخالفتونو او اعتراضونو له توپان سره مخ وي. دا هم ښکاره ده چې خلک د «سياسي لوبغاړو» پر خلاف ډېرې ملموسې غوښتنې لري. هغوی په طبيعي توګه د بېکارۍ، فقر، ظلم او نابرابرۍ په وړاندې اعتراض کوي چې په خپله ورسره مخامخ دي.

اسلامي بنسټپالنه د پرمختګ پالې او اعتراض کوونکې ټولنې د ځپلو لپاره بهترين وسایل په لاس کې لري او هغه دادي چې د واکمنو او خلکو تر منځ د پوښتنې او ځواب اړيکه په واقعي نړۍ کې معکوسه کوي. يعني طالبان د دې پر ځای چې د خلکو غوښتنو ته رسيدګي وکړي، په فتوا، درو وهلو، تکفير او محتسب سره د خلکو ديني اعمال نامه ارزوي او پر همدې اساس هغوی تشويق يا هم تنبيه کوي. په همدې چوکاټ کې ځپل په يو ورځنی او دايمي امر بدلیږي، تر څو د وېرې په خپرولو سره له خلکو ان د اعتراض فکر هم واخيستل شي.

دويم، يرغمل نيونه او امتياز: د طالبانو د بيا واکمنېدو يو نيم کال کېږي. په دې موده کې دوی د خپلو نږدې ملاتړو له خوا هم په رسميت نه دي پېژندل شوي. سيمه‌ييز هيوادونه خوشبين وو چې په افغانستان کې د طالبانو په راتللو سره به تروريستي ډلې وځپل شي، خو دې خوشبينۍ هم د وخت په تېرېدو رنګ بايللی دی؛ شمالي ګاونډيان اندېښمن دي چې افراطيان به جنګ د دوی پولو ته دننه کړي او د پاکستاني طالبانو د تحريک بريدونه په دې هيواد کې په سلو کې ۵۱ سلنه زيات شوي دي.

طالبان هم د وخت په تېرېدو سره هغه ارزښت بايلي چې توقع يې کېدله. د دې موضوع په درک سره داسې ښکاري چې ښايي د سيمه‌ييزو او نړيوالو لوبغاړو لپاره له دې ډلې سره په تعامل کې د «بد او بدتر» وروستی انتخاب پاتې وي.

 بدتر انتخاب په حقيقت کې بشپړ وحشي حاکميت ته علني او رسمي ستنېدنه ده؛ هغه څه چې افغانستان او نړۍ د طالبانو په اول وار واکمنېدو کې تجربه کړل. له هماغه پیله دا کړنه له اروپايي ټولنې او امریکا سره د طالبانو په اړیکو کې د دې ډلې له ښځو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه څرګنده وه. طالبان پوهېږي چې امريکا او متحدين يې چې د دوحې تړون يې امضا کړی دی، دغسي شرايطو ته – په څرګند ډول – نه شي تسليمېدلای. دا ټول امتياز د عامه خلکو په يرغمل نيونې سره اخيستل کېږي.

درېيم، د پلويانو د رضايت لاسته راوړل: په ايډيولوژيکه توګه طالبان فکر کوي چې دارالکفر يې نيولی دی چې بايد له الحاد، خيانت او بې دينۍ څخه پاک کړل شي.  داسې ليد د طالبانو په افرادو دا انګېزه را پيدا کوي چې بايد په ټولنه کې د دې شيانو د ختمولو ځواک ولري. د دې مطلب دادی چې د طالبانو ماموران، سرتېري او ملاتړي اجرايوي ځواک لري او کولای شي چې اداري اصولو ته له پام پرته، د خپل شخصي ذوق پر اساس پر خلکو خپل زور وازمايي. دغسي قدرت ورکول کولای شي چې د طالبانو فقير، بې سواده او وروسته پاتې غړي د لنډ مهال لپاره راضي کړي. د قدرت خوند او د هغه د بايللو وېره کولای شي چې د دې ډلې ملاتړي د اوږده وخت لپاره په همدې رول کې وساتي. کومه ډله چې د نوې نړۍ په درک کولو کې بشپړه ناکامه ده او پر همدې منکر هم دي، د هغې لپاره يوازينۍ لار له خلکو سره د تاوتریخوالي او خصومت ده، کوم چې دوی ته اطمینان او د ځواک احساس ورکوي.