له پاکستاني پلاوي سره د متقي ليدنه؛ حنا رباني د کابل او اسلام اباد پر همکارۍ ټينګار وکړ

اطلاعات روز: بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزيره حنا رباني کر چې د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې، د طالبانو له بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره په ليدنه کې د کابل او اسلام اباد تر منځ پر همکارۍ ټينګار کړی دی.

دغه پلاوی نن (سې شنبه، ۸ د لیندۍ) کابل ته راغلی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد وايي، چې د طالبانو د ياد وزارت سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د پاکستاني پلاوي سره په ليدنه کې د دواړو ګاونډيو تر منځ اړيکې د خلکو، د دې هيوادونو او سيمې په ګټه بللې دي.

نوموړي د ټويټونو په يوه لړۍ کې ويلي، چې متقي له پاکستاني پلاوي سره په پاکستان کې د افغان زندانيانو پر خلاصون، د مسافرو لپاره د اسانتياوو پر چمتو کولو او همدا راز د سوداګرۍ او ټرانزيټ پر ودې خبرې وکړې.

حافظ ضياء احمد ويلي، چې د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د ټاپي، ټاپ، اورګاډي پټلۍ او نورو پروژو لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند په وينا، پاکستاني پلاوي له افغان مهاجرينو سره د «مناسب چلند»، د سفر په لار کې د ستونزو پر حل کولو او د ويزې په برخه کې د اسانتياوو چمتو کولو په تړاو د همکارۍ ژمنه کړې ده.

دې پلاوي ويلي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزيټ د ودې لپاره به اړين ګامونه واخلي.

حنا رباني کر ويلي، دا چې افغانستان او پاکستان دوه مسلمان ګاونډي هيوادونه دي او تر منځ کلتوري مشترکات لري نو ځکه بايد «د دواړو هيوادو دولتونه له يوه–بل سره همکاري وکړي او خپلې ګټې خوندي کړي».

پاکستان او طالبان له يوه–بل سره نږدې اړيکې لري.

پاکستان په تېرو دوو لسيزو کې د طالبانو په ملاتړ تورن وو.