انځور: یوناما

یوناما: له کار او ټولنې څخه د ښځو محروميت افغانستان ته زيان رسوي

اطلاعات روز: کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايو، په افغانستان کې د دې سازمان له استازې او د جنسيتي حقوقو له کارپوهانو سره د هغو ننګونو په اړه خبرې کړي، چې په افغانستان کې ورسره ښځې مخامخ دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) د روزا اوتنبايو له قوله ویلي، چې له کار او ټولنې څخه د ښځو محروميت افغانستان ته زيان رسوي.

روزا اوتنبايو همدا راز زياته کړې، چې يوناما د ټولو افغانانو د برابرو حقوقو او کرامت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

له کومه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ښځې او نجونې له خپلو ابتدايي حقوقو او ازاديو بې برخې شوې دي.

د طالبانو تر حاکميت لاندې ښځې نه شي کولای چې په دولتي ادارو کې کار وکړي او همدا راز نجونې تر شپږم ټولګي پورته ټولګيو ته هم نه شي تللای.

د طالبانو یاد محدوديتونه د ښځو د اعتراضي حرکتونو لامل شوي؛ خو طالبان هڅه کوي چې دا اعتراضونه وځپي. په وروستيو څو اونيو کې څو ښځې نيول شوې يا هم ورکې شوې دي.