د سمنګان په يوه ديني مدرسه کې چاودنه؛ طالبانو د تلفاتو شمیر لس تنه اعلان کړ

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د سمنګان په يوه ديني مدرسه کې چاودنه تاييد کړه او ویې ویل، چې په دې چاودنه کې د مدرسې ۱۰ شاګردان وژل شوي او يو شمېر نور هم ژوبل دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبد النافع ټکور په یوه ټويټ کې ليکلي، چې چاودنه نن (چارشنبه، ۹ د لیندۍ) د سمنګان ولایت مرکز ايبک ښار په يوه مدرسه کې شوې ده.

نوموړي د دې چاودنې د نوعیت په اړه معلومات نه دي ورکړي او ويلي يې دي چې د طالبانو کشفي ځواکونه په سيمه کې حضور لري.

د سيمه ييزو سرچينو په وينا، دا چاودنه په يوه «جهادي» مدرسه کې شوی چې نوې جوړه شوې وه.

يوې روغتيايي سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په دې دې چاودنه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۰ ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي.

د سرچينې په وينا چې زياتره قربانیان د مدرسې شاګردان دي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، داعش ډله پر ملکي وګړو د مرګونو چاودنو پړه مني.