اطلاعات روز: د پاکستان د بلوچستان ايالت له مرکز کوټې څخه را پورونه وايي، چې د دې ښار په «بلېلي» سيمه کې پر هغو پوليسو ځانمرګی بريد شوی چې د پوليو واکسين د ګروپ ساتنه يې کوله.
د جیو نیوز د راپور له مخې په دې بريد کې درې کسان وژل شوي، او د ۲۳ پولیسو په ګډون ۲۷ کسان ژوبل شوي دي.
د پوليسو يو چارواکی غلام اظفر ویلي، چې د کوټې په بلېلي سيمه کې ځانمرګی بريد کوونکی په ريکشه کې سپور و.
نوموړي د پېښي په ځای کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې د چاودنې له امله د پوليسو ټرک موټر چپه شوی او له امله يې زيات پوليس ژوبل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې بريد کې د پوليسو ټرک ته له زيان اوښتو سره – سره درې نورو موټرونو ته هم زيان اوښتی.
ده ویلي، چې د بريدګر مړی د پېښی ځای ته نږدې موندل شوی دی.
د دغه چارواکي په وینا، چې تر لاسه شوي معلومات ښيي چې په دې بريد کې له ۲۰ څخه تر ۲۵ کيلو ګرامو پورې چاودېدونکي مواد کارول شوي دي.