لغمان کې ناپيژانده وسله والو یو قومي مشر وژلی

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې ناپيژانده وسله والو یو قومي مشر په ډزو وژلی دی.

د لغمان د مرکز مهترلام یوه اوسیدونکي اطلاعات روز ته وویل، چې ناپیژانده وسله والو تېر ماښام (سې شنبه، ۸ د لیندۍ) د دغه ولایت سراج کلا سیمه کې د سرانداز نیازي په نوم یو قومي مشر خپل کور ته څیرمه په ډزو وژلی دی.

نوموړی زیاتوي، وژل شوي قومي مشر له هیچا سره شخصي دښمني نه درلوده.

یوې بلې سرچینې بیا د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې یاد قومي مشر د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.

ورته مهال لغمان کې ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکوي.

په دې وروستیو په لغمان او د ختیځ په نورو ولایتونو کې دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره شخصي دښمنۍ بلل کیږي.