طالبانو د امريکا غږ او ازادۍ راډيو نشرات بند کړل

اطلاعات روز: طالبانو د امريکا غږ او د ازادې اروپا راډيو يا هم ازادۍ راډيو پر خپرونو بنديز لګولی دی.

دغو دوو نړیوالو رسنیو له بهر څخه په منځنیو څپو او د افغانستان له دننه څخه پر ایف ایم نشرات درلودل.

طالبانو ويلي، چې د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لارښوونې سره سم به د امريکا غږ راډيو خپرونې له نن (پنج‌شنبه، ۱۰ د لیندۍ) څخه په افغانستان کې بندې کړي.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي، خبر ورکړی چې د ازادۍ راډيو خپرونې د هيواد په ۱۳ لويو ښارونو کې د ايف ايم پر څپو بندې شوې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د نظارت رييس عبد الحق حماد د دې بنديز لامل د ازادۍ راډیو له لوري «یو اړخیز نشرات او ژورنالیستکي» اصل ته نه پاملرنه ګڼلې.

طالبانو تر دې وړاندې پر نړيوالو انځوريزو رسنيو هم بنديز لګولی لکه امريکا غږ او بي بي سي چې له سمه ييزو دفترونو يې خپرونې کولې.

دې ډلې تر واکمنېدو وروسته پر رسنيو او د بيان پر ازادۍ ګڼ بنديزونه لګولي دي.

د بې سرحده خبريالانو (RSF) له وينا سره سم چې په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته په دې هيواد کې په سلو کې ۴۰ رسنۍ تړل شوي او په سلو کې ۶۰ سلنه خبريالان هم بې کاره شوي دي.