انځور: ارشیف

توماس وېسټ د افغانستان په تړاو د خبرو لپاره جاپان، هند او ابوظبۍ ته سفر کوي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، چې د ډسمبر له لومړۍ تر اتمې به د افغانستان په تړاو د خبرو لپاره جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

نوموړي تېره شپه (چهارشنبه، ۹ د لیندۍ) په يوه بیانیه کې ويلي، چې له شریکانو او افغانانو سره به په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران، د افغانانو له حقونو څخه د ملاتړ او ګډو امنیتي اندېښنو په اړه خبرې وکړي.

وېسټ ويلي، چې په بهر کې له مېشتو افغانانو په ځانګړي ډول د بشري حقوقو له رهبرانو، سوداګرو، سياسي او رسنيزو فعالانو سره به په افغانستان کې د بحران څرنګوالي ته د رسېدنې په تړاو سلا مشورې وکړي.

د امريکا ځانګړي استازي تر دې وړاندې هم د سيمې له هيوادونو او په بهر کې له مېشتو افغانانو سره د خبرو لپاره سفرونه کړي دي.

د دې خبرو اصلي موضوعات د بشري حقونو بحران په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ښځو او نجونو اساسي حقوق او په دې هيواد کې د تروريستي ډلو د فعاليت په تړاو انديښنې وې.