اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د افغانستان ۱۵ سلنه وګړي په معلولیت کې ژوند کوي.
دغه دفتر نن (شنبه، ۱۲ د لیندۍ) ویلي، معلولیت لرونکي کسان په غیر متناسب ډول د بحرانونو له امله اغیزمن شوي او د مرستو او خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له زیاتو خنډونو سره مخ دي.
اوچا ویلي، د معلولیت لرونکو وګړو په ګډون اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره بشري اقدامات یو لومړیتوب دی.
څه موده وړاندې د بشري حقونو د څار ادارې په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې معلولین بشري مرستو ته لاس رسی نه لري.
دغه بنسټ ټینګار کړی و چې مرستندویه ادارې او د معلولینو د حقونو ډلې باید په ګډه کار وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې ټولو ته پرته له تبعیض څخه رسیږي.