انځور: ټولنیزې رسنۍ

یوه منشأ، څو استدلاله

شمشاد زلمی

د ۲۰۲۱ اګست له ۱۵مې څخه چې طالبان دويم ځل واک ته رسېدلي دي، له دوه ډوله مخالفينو سره مخ دي. يو هغه دي چې د طالبانو له سياسي تګلارو او اهدافو سره مخالف دي خو د طالب له عقيدې سره کار نه لري او نه هم د عقيدوي دلايلو پر اساس له هغوی سره چلند کوي. دويم ډول مخالفين یې هغه دي چې نه يوازې په سياسي تګلارو کې طالبان ګواښي او د جګړې په ډګر کې يې ننګوي بلکې طالبان په عقيدوي انحراف هم تورنوي.

طالبان او داعش د يوې ايډيالوژۍ زېږنده دي، د دواړو ډلو باور له اسلام څخه پر داسې تعبیر ولاړ دی چې ځان ورته حق او نور ورته باطل ښکاري. همدا انګېزه وه چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې وکړای شول چې د جمهوريت پر خلاف د جګړې لپاره زرګونه افراد په همدې باور سره تيار کړي او ويې جنګوي. نن په عين تکتيک سره چې طالب د يوه حکومت په بڼه را څرګند شوی، يوه بله ډله ځان د اصلي اسلام مدعي ګڼي، خلکو ته د جهاد، سپيڅلې جګړې او شهادت اويا حورو انګېزه ورکوي او جنګوي يې. ان په دې لړ کې خلک تيارولای شي چې پر طالبانو په دې هدف ځانمرګي بريدونه وکړي چې طالبان ورته مرتدين ښکاري. طالبانو فکر کاوه چې د مخالفينو په وړاندې د ځانمرګو د کولو وړتيا او تکتيک يوازې دوی کارولای شي، خو په دې يوازيني نه ننګول کېدونکي ميدان کې هم ننګول شوي دي.

افغانستان کې د داعش را پيدا کېدل او له طالبانو سره د مخالفت پېل

په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې داعش د افغانستان په دوو سيمو ننګرهار او د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره را څرګند شول. تر دې وروسته يې ورو – ورو وده وکړه د ۲۰۱۵ کال په دوبي کې يې فعاليتونه زيات او خونړي شول. تر دې چې په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو، افغان حکومت او په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو له بريدونو سره مخ شول.

له طالبانو سره د داعش مخالفت له لومړي سره موجود وو، ځکه داعش د خپلې ايډيالوژۍ له مخې غواړي چې د افغانستان په څېر يوه سيمه له کفري او شرکي عقايد پاکه کړي. د داعش ديني ادبيات او مواد تقريبا په ټوله کې له سلفي ايډيالوژۍ اخيستل کېږي او په افغانستان کې هم داعش د همدې فکر خلک ځان ته راجلبوي. په دې توګه، د طالب او داعش تر منځ توپير نه يوازې ايډيولوژيک دی، بلکې د دواړو سياسي موخې هم له يو – بل سره ټکر کوي.

د دوحې تړون او واک ته د طالبانو بيا را ګرزېدنه

طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۲۹ د امريکا له متحده ايالاتو سره په دوحه کې تړون لاسلیک کړ. که څه هم دې تړون ته عنوان دا ورکولو شوی و چې افغانستان ته به سوله راوړي، مګر کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ يو ځل بيا واک ته ورسېدل، په هيواد کې جګړه يوه بل لوري ته واوښته.

طالبان د دې ادعا پر اساس جنګېدل چې وطن اشغال شوی او اسلامي نظام نه شته، خو کله چې طالبان د دوحې د تړون په پايله کې بيا واکمن شول، داعش د طالبانو د واک مشروعيت په عين خو لږ متفاوت استدلال سره وننګاوه. د هغوی په اند د دوحې تړون په خپله مردود دی او د دې تړون يوه برخه داده چې طالبان بايد داعش وځپي. دا ګواکې د داعش په اند له کافرانو سره د مسلمانانو پر خلاف د طالبانو اتحاد دی.

کله چې د داعش له لوري خپاره شوي مواد وکتل شي نو د هغوی په اند طالبان مرتدين شوي او له همدې کبله د دوی پر خلاف جګړې ته له نصوصو او نورو تاريخي اثارو څخه استدلال پيدا کوي.

افغانستان کې د درېيمې جهادي جګړې لپاره د استدلال د واحدې منشأ پر سر سيالي

اوس چې يوازې د ديني منطق پر اساس يوه ديني ډله په افغانستان کې پر واک ده، نو د خپل واک د ساتنې په موخه يې نورې ټولې ډلې له سياسي صحنې حذف کړې دي او يا هم دا هڅه کوي. طالبان د خپل همدې کار لپاره له ديني منطق څخه استفاده کوي او غواړي چې په خپلو اعمالو او خبرو سره وښيي چې کوم څه د اسلامي نظام لپاره ضروري وي، دوی هماغه کوي، نو له همدې وجې بل هيڅ جريان ته اړتيا نه شته. په همدې موخه په دې وروستيو کې د طالبانو مشر امر وکړ چې پر ټولو هغو قضيو دې شرعي حدود جاري شي چې شرايط يې پوره کړي وي او تر دې وروسته د هيواد په کچه پر سلګونو کسانو د خلکو په مخ کې حدود جاري شول. دا يوه هغه موضوع وه چې د طالبانو د سياسي – ديني رقيبانو له خوا به تل استفاده کېدله او ويل به يې چې طالبانو د نړيوالې ټولنې په خاطر د اسلامي نظام له تقاضاوو څخه سرغړونه کړې ده.

طالبان د خپل ټول تحريک اساس دين ګڼي او په عين منطق سره په افغانستان کې د دوی څو نور حريفان هم شته دي چې لومړی يې داعش يادولای شو، په همدې توګه حزب التحرير، جمعيت اصلاح، حزب اسلامي او ښايي نور.

هره ډله چې کله د خپلو افرادو عامه خواخوږي جلبوي او يا هم ځان د مسلمانانو تر منځ ممتاز ګڼي نو لومړۍ خبره يې د يوه سوچه اسلامي نظام وي او ورپسې د خلافت شعار ته رسېږي او د صلاح الدين ايوبي د نمونې په يادولو خلکو ته د بيت المقدس د ازادۍ جذبه ورکوي. خو کله چې په عملي ډول وليدل شي، نو ښکاري چې د يوې خبرې کوونکي نه يوازې دا چې يو ځای نه دي، بلکې يو – بل حذفوي او ان يو – بل وژني هم.

د ديني ډلو تر منځ د واک پر سر د ديني استدلال دا سيالي د نړۍ په کچه په تېر او اوس کې کم سارې نه ده، خو په افغانستان کې د ديني استدلال پر اساس د جهادي جګړو دا درېيم نسل را زېږي. په همدې منطق سره لومړی ځل مجاهدينو د ډاکټر نجيب پر خلاف جنګ ته دوام ورکړ، طالبانو په همدې منطق مجاهدين وشړل او په همدې منطق يې په تېرو  شلو کلونو کې د جمهوريت په وړاندې جګړه وکړه، اوس چې طالبان واک ته رسېدلي، لا هم له دې استدلال څخه استفاده پای ته نه ده رسيدلې او د جهادي جګړې يو درېيم نسل يې زېږولی دی چې د همدې استدلال ټول «مجاهدين» پکې مردود او واجب القتل ګڼل کېږي، هغه چې همدا استدلال به يې د همدې موخې لپاره له ځان پرته د نورو په وړاندې کاراوه.

يوه نه ختمېدونکې جګړه

داسي ښکاري چې د ج جهاد او ټ ټوپک له وخته پېل شوې جګړه پای نه لري او هر وخت يوه ډله کولای شي د تکفير په ټاپه نور ووژني او د شهادت په تمه خلک را ټول کړي. خو دې پای ته نه رسېدونکې جګړې افغانستان له نيمې پېړۍ راهيسې له نورې نړۍ بېل کړی دی. نه يوازې دا چې افغانستان په سوچ کې د نړۍ د کتارونو له بهيره راوتلی دی، بلکې د ژوند په نورو ټولو برخو کې د ګڼو جهادونو په مټ له بنيادي اسانتياوو، خدماتو او حقوقو بې برخې دی. کله چې جهاديان د خپل مرام له ملګرو سره هم ډيالوک نه شي کولای، نو له يوې داسې ټولنې سره به دوی څرنګه ګوزاره کوي چې هلته ژبنۍ، قومي، ديني او ګڼې نورې رنګارنګۍ وي؟ ځواب واضح دی، د دوی په نړۍ ليد کې رنګارنګۍ د سپین او تور په تله تلل کېږي او يو واضح مثال يې د طالبانو د حکومت دی چې د دوی د ادعا پر اساس د افغان ولس «جهاد» بريالی شوی، خو په دې بريا کې افغان ولس له يوه ډېر بشري حق تعليم څخه محروم دی. د نورو رنګارنګيو په اړه خو د دوی په اند بحث جرم دی او چا چې جرأت کړی د ښځينه معترضينو په څېر په زندانو کې پراته دي.

له ديني نصوصو واک ته رسېدلو لپاره استفاده به پای ته ونه رسېږي او هڅه به همدا کېږي چې هر څوک په هره سطحه خپلې غوښتنې، تقاضاوې او خواهشات د ديني اوامرو په بڼه تېر کړي او په وړاندې يې را پورته کېدونکی هر ځواک به د تکفیر، مرتد او باغي په ټاپه وهي.