انځور: استول شوی

اووه ويشت ورځې د طالبانو په زندان کې؛ له پروانې ابراهيم‌خېل سره د اطلاعات روز ځانګړې مرکه

يادونه: پروانه ابراهيم‌خيل نجرابۍ چې د طالبانو پر خلاف يوه له اعتراض کوونکو فعالانو څخه وه، د ۱۴۰۰ کال د سلواغې مياشتې په لومړيو کې په کابل کې د طالبانو له خوا ونيول شوه. له دې سره يو ځای د ښځينه حقونو څو نورې فعالانې لکه تمنا زرياب پرياني هم نيول شوې وې. د سلواغې پر پنځمه د بخښنې نړيوال سازمان د دوی د ورکېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې دا دواړه ښځې په افغانستان کې د ښځينه حقونو په تړاو د طالبانو پر تبعيضي سياستونو نيوکه کوونکي غږونه دي. يوه ورځ وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټریش هم په افغانستان کې د ښځينه فعالانو د تښتول کېدو په اړه خواشيني وښوده او د هغوی د خلاصون غوښتنه يې وکړه. د سلواغې پر ۲۲ طالبانو پروانه ابراهيم‌خيل نجرابۍ او ملګرې يې خوشې کړې. تر دې وروسته پروانې وکولای شول چې افغانستان پرېږدي. نوموړې په دې مرکه کې هغه څه ويلي چې دا ورسره په ۲۷ ورځني زندان کې مخامخ شوې ده.

شهابي: په کومه ورځ چې طالبانو کابل ونيوه، تاسو چيرته واست او څه مو کول؟

ابراهيم‌خيل: زه د کابل په اينټرکانټيننټل هوټل کې وم او يوه رسنيز کانفرانس ته مې تياری کاوه. د طالبانو په لاس د افغانستان تر سقوط وړاندې مې هم مدني فعاليت کاوه. د کابل د سقوط په ورځ؛ په کانټيننټل هوټل کې زموږ پروګرام د جبري ودونو پر خلاف و او په دې وخت کې زموږ له ملګرو يوې ته حال راغی چې طالبانو کابل سقوط کړی او کوټه سنګي ته را رسېدلي دي. ټول پرېشانه شول او پروګرام مو ختم کړ. ټولو د کور پر لور حرکت پېل کړ تر څو له کومې ستونزې سره مخ نه شو. پېښ شوي وضعيت ته په پام، يو څه وخت په کورونو کې چوپه خوله ناستې وو، تر دې چې اخر هم د يوې ښځينه ډلې له لوري د لاريون کولو پلان تيار شو. د واټساپ ګروپ له لارې ټولو ته خبر ورکړل شو او زه هم د دې ګروپ غړې وم. موږ غوښتل چې د سپټمبر پر درېيمه سهار لس بجې د فواره آب پر څلور لارې را ټولې شو. ما له دې ويرې چې طالبان مې ونه نيسي، ټول ځان پټ کړی وو. ټولې پنځه ويشت ښځې وې خو يو شمير نجونې د دشت برچي په لاره کې بندې وې او ځيني نورې د ارګ په مسير کې وې. کله چې مې طالبان وليدل چې له وسلو سره زما خوا ته را نږدې کېږي، نو وګرزېدم چې کور ته ولاړه شم ځکه کورنۍ ته مې احوال نه و ورکړی چې زه چيرته ځم او اندېښنه مې داوه چې که کومه پېښه وشي نو هغوی نه شي کولای چې پيدا مې کړي.

نورو نجونو تر ما لس دقيقې وروسته پروګرام ختم کړ او کورونو ته ولاړې. البته د پروګرام پر مهال ما هم مور او کورنۍ خبر کړل چې زه په دې پروګرام کې يم او د کور له خوا ورټل شوم. يوازې مور مې د ښځو د اعتراضي پروګرامونو ملاتړې وه او باور یې دا و چې که د ښځو غږ چوپ کړل شي، نو ميدان طالبانو ته پاتې کېږي او په دې سره به ښځې نورې هم محرومې شي. خو ورور او د کور نورو غړو مې سخت مخالفت وکړ ځکه هغوی زما پر خلاف د طالبانو له غبرګون څخه وېرېدل. تاسو په دې پوهېږئ چې د افغانستان په څېر يوې ټولنې کې زموږ تر شکنجې او وژل کېدلو زموږ بې آبي د کورنيو لپاره ډېره سخته ده.

شهابي: ته څه خبره شوې چې پروګرام ختم شوی دی؟

ابراهيم‌خيل: ملګرو په واټس‌اپ کې وليکل چې پروګرام ختم شو او نجونې روغې کورونو ته ورسيدې.

شهابي: ښه، تر لومړي پروګرام او د کورنۍ تر مخالفت وروسته مو څه وکړل؟ اعتراض ته مو دوام ورکړ يا هم چوپ شوئ؟

ابراهيم‌خيل: نه، چوپه شوې نه يم. نه مې شوای کولای چې ځان په تسليمۍ او ګوښه ناستۍ راضي کړم. لومړی کار مې دا وکړ چې د کورنۍ ټول غړي مې د فيسبوک او ټويټر له ټولنيزو پاڼو ليرې کړل تر څو زما فعاليتونه تعقيب نه کړي. ما په يوه خارجي خبري اژانس کې کار هم وموند او شخصي پوهنتونونه هم پېل شول او ما وکولای شول چې بيرته پوهنتون ته ولاړه شم. زما لپاره تر ټولو لويه انګېزه د طالبانو له لوري زما د پلار وژل کېدل او د ۲۰۱۱ کال پر مهال په ابو الفضل زيارت کې د طالبانو له لوري په شوې چاودنه کې زما د ورور ړندېدل و.

دوی له ما زما ماشومتوب اخيستی وو. زما پلار يې را څخه اخيستی و او زما د ورور سترګې يې ړندې کړې وې چې زما د ماشومتوب د ورځو ملګری و. سره له دې چې دا لويي پېښي راسره شوې وې، د نجونو په وړاندې د مکتبونو تړل کېدل او د ښځو بېکاري هم يوه بله مسله وه چې زما وجدان ته يې ټکان ورکاوه او ارام ته يې نه پرېښودم.

شهابي: اخير مو څه تصميم ونيو؟

ابراهيم‌خيل: تصميم مې دا ونيو چې هر څنګه کېږي د ښځو د حق غوښتنې لپاره به اعتراض ته دوام ورکوم. هوا سړه شوې وه او موږ ټولو نجونو د يوې نجلۍ په کور کې نوې غونډه وکړه خو د دې غونډې دقيق تاريخ مې متأسفانه ياد نه دی. په دې غونډه کې دې پايلې ته ورسيدو چې بايد اعتراضونو ته دوام ورکړو او زموږ د وطن د ښځو او نجونو غږ بايد چوپ نه شي. زموږ ډله ورو – ورو غټېدله او اعتراضونو او کنفرانسو ته مو دوام ورکاوه تر دې چې يوه ورځ مو د جنورۍ په مياشت کې کابل پوهنتون ته څېرمه لاريون کاوه چې طالبانو موږ محاصره کړو او اخطار يې راکړ چې بايد لاريون ونه کړو. زموږ اصلي شعار «ډوډۍ، کار، آزادي» و او مشخصه غوښتنه مو دا وه چې د مزار نجونې چيرې دي او برخليک يې څه دی؟ عاليه چيرې ده او ولې طالبان د هغې په اړه معلومات نه ورکوي؟ او اخيري خبره مو دا وه چې اجباري حجاب نه منو.

شهابي: تر محاصرې وروسته څه وشول؟

ابراهيم‌خيل: هغوی د موټرونو خبروونکي غږونه چالان کړل او تر محاصرې وروسته يې پر موږ د مرچو سپرې وشیندله، موږ خپلې سترګې وتړلې او نه مو شوای کولای چې څه ووينو. خو په دې حالت کې مو هم خپل شعار ته دوام ورکړ. کله چې مو د لاريون پر دوام ټينګار وکړ او نه مو غوښتل ولاړې شو، نو هغوی د ټوپک په زور موږ سره وپاشلو. موږ په دهمزنګ څلور لارې کې د يوه پارک لور ته ولاړو او هلته مو خپل شعار ورکولو ته دوام ورکړ. طالبان بيا راغلل او ويې ويل چې که خپل لاريون ته دوام ورکړئ نو تاسو ټولې [حوزې] ته وړو. په عين حال کې يې غوښتل چې زموږ ټليفونونه را څخه واخلي، کله چې مو مقاومت وکړ نو زموږ توهين يې وکړ او ويې ويل چې تاسو ډېر ذليل، ټيټ او کثيف انسانان ياست چې ټولنه فاحشه کوئ.

طالبانو خپل يوه همکار ته وويل، چې د پارک دروازه وتړئ چې دوی ونيسو. ما هم په دې خاطر چې طالبان مې ونه نيسي، له سيمې وتښتېدم. کله چې کور ته ورسېدم نو متوجې شوم چې جنرال مبين د ټويټر په سپيس کې خبرې کوي او طالبان هڅوي چې اعتراض کوونکې نجونې ونيسي ځکه طالبانو او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی کوي، دقيقا تر دې دوې ورځې وروسته يې زه ونيولم او زنداني شوم.

پروانه ابراهیم خېل نجرابۍ یوه له اعتراض کوونکو مېرمنو څخه وه چې تېر کال د طالبانو له خوا ونیول شوه او زنداني شوه. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

شهابي: څنګه زنداني شوئ؟ چيرته او د چا له خوا؟

ابراهيم‌خيل: د مازديګر او ماښام تر منځ وخت و. زه، مور مې، خور مې او د هغې مېړه ډاکټر ته تللي وو. کله چې بيرته کور ته راتلو نو طالبانو پنځمې امنيتي حوزې ته نږدې زموږ موټر ودراوه. زموږ پر شاوخوا نقاب پوښه نظاميان او رنجر موټر ولاړ وو. زما د خور مېړه يې له موټره کش کړ او په خپل ټوپک سره يې پر شا وواهه چې همداسې پړمخې پر ځمکې ولوېد. مور مې هغوی ته وويل:«تاسو څوک ياست؟ له موږ څه غواړئ؟» هغوی وويل: «لور دې پوهېږي، موږ هغه څوک يو چې سرونه پرې کوو.» مور مې وويل: «زما له لور سره څه کار لرئ مګر هغې څه ګناه کړې ده؟» له دوی څخه يوه وويل: «لور دې په خپله ګناه پوهېږي.»

زموږ ټليفونونه يې را څخه وغوښتل، له ما سره نه و او په کور کې مې پرېيښی و. خو زما د مور، خور، د هغې د مېړه او هغه ټابليټ يې را څخه واخيستل چې ماشومان پکې لوبي کوي. له موټرونو او جامو ښکارېدل چې طالبان دي ځکه له طالبانو پرته بل هيچا هم دومره امکانات، موټر او رنجرونه نه درلودل چې لويه لار وتړي.

په هر حال ما فکر وکړ چې غواړي ما ونيسي او موږ ټولو چيغې شروع کړې. زما د خور ماشومان هم له موږ سره په موټر کې وو، هغوی ژړل او نارې يې وهلې. طالبانو موږ تهديد کړو: «نارې مه وهئ که نه ټول وژنو.» تر دې وروسته يې زموږ موټر يوې ګوښې ته وګرزاوه او ماته يې وويل: «له موټره راښکته شه!» مور او خور مې نارې کړې او چيغې يې وهلې چې زموږ نجلۍ چيرته وړئ او په کوم جرم يې وړئ. خو هغوی يې په کيسه کې هم نه وو. زه له موټره ښکته شوم، طالبانو زه د يوې سرې رنګې کرولا لور ته بوتلم او ويې ويل چې موټر کې کښینه او زه هم کښېناستم.

په موټر کې دننه څلور کسان وو. د موټر چلوونکي عمر نسبتا يو څه زيات و. له موټر چلوونکي سره د مخې په چوکۍ کې يو هلک هم و چې عمر يې کم تر کمه اتلس کاله و او دوه ځوان سړي له ما سره د شا په سيټ کې زما دواړو اړخونو ته ناست وو. کله چې زه په موټر کې کښېناستم نو يوه ځوان سړي يو چا ته په ټليفون کې وويل: «اصلي نفر مو ونيوه.» کله چې موټر حرکت وکړ، نو ومې ليدل چې لارې د طالبانو له خوا بندې شوې دي او د پياده تګ ټولې لارې خالي دي او هيڅوک هم نه شته.

شهابي: په لار کې څه وشول؟ له تا سره د طالبانو چلند څرنګه وو؟ په لاره کې مو څه خبرې وکړې؟

ابراهيم‌خيل: رښتيا دادي چې د دوو طالب نارينه وو تر منځ ناسته وم، سخته ناراحته وم او اعتراض مې وکړ. ورته ومې ويل چې تاسو څرنګه ځانونو ته مسلمانان واياست چې زه مو د دوو نامحرمو نارينه‌وو په منځ کې کښېنولې يم؟ ايا زه تاسو ته محرمه يم؟ ايا د اسلام دين تاسو ته دغسي اجازه درکوي؟ زما د خبرو تر اورېدلو وروسته يې موټر ودراوه او زما ځای يې له هغه ځوان هلک سره راته بدل کړ چې د مخې په سيټ کې ناست وو.

شهابي: وروسته څه وشول؟ ته يې چيرته يووړې؟ ايا په خبرو کې يې توهين وکړ يا يې هم ووهلې؟

ابراهيم‌خيل: هو. متأسفانه توهين يې کړم او ويې وهلم. د کابل ښځينه باغ ته چې نژدې ورسېدو نو زما سترګې يې راته وتړلې چې لار ونه وينم او زما پر مخ يې يو څادر هم وغوړاوه او ويې ويل چې ستا مرداره څېره بايد ونه ليدل شي. ما ته يې وويل چې سر دې لاندې ونيسه چې هيڅ ځای ونه وينې. تر دې وروسته مې بيا لار نه ده ليدلې او پوه نه شوم چې چيرته يې يووړم.

شهابي: څه وخت يې بيرته ستاسو سترګې خلاصې کړې؟

ابراهيم‌خيل: کله چې يې زما سترګې خلاصې کړې، نو په يوه خونه کې وم چې شيشې يې په سپرې سره تورې شوې وې، سپينې پنډې پنجرې یې درلودې. په خونه کې دننه کيمره هم لګيدلې وه. تر دې وروسته يې زه يوې بلې انفرادي خونې ته يووړم او همالته زنداني وم.

شهابي: ستاسو د خور د مېړه برخليک څرنګه شو؟ تاسو وويل چې طالبانو هغه هم له موټره راښکته کړ او ويې واهه.

ابراهيم‌خيل: متأسفانه چې هغه يې هم نيولی و البته دې ته زه د زندان په انفرادي خونه کې متوجې شوم ځکه غږ مې يې د شکنجه کېدلو پر وخت واورېد او نارې مې کړې چې هغه مو ولې نيولی دی؟ ولې يې وهئ؟ له هغه سره څه کار لرئ؟ دوی وويل: «ستاسو د خور مېړه مو نه دی وهلی، راشه ويې ګوره.» خو کله چې مې وليد، بدن يې شين و او ما اعتراض وکړ چې تاسو دروغ واياست، شکنجه کړی مو دی. هغوی په بې تفاوتۍ سره ځواب راکړ: «دا زندان دی، مېلمستون نه دی چې ومو نازوو.» هغه يې د داعش له زندانيانو سره په يوه خونه کې زنداني کړی و. په زندان کې دننه يې هم سترګې تړلې وې، تر څو ورسره زندانيان ونه ويني. تر کومه وخته چې په زندان کې و، ډېر شکنجه شو.

شهابي: د نورو ښځينه اعتراض کوونکو په حال خبره وې؟ پوهېدلې چې هغوی هم نيول شوې دي او که نه؟ له کوره مو احوال درلود؟ ستاسو له کوره يو چا درته احوال درکړی و؟

ابراهيم‌خيل: زه د چارشنبې په ورځ ونيول شوم او زندان ته يو وړل شوم. د زندان په لومړيو ورځو کې مې د نورو نجونو په اړه هيڅ احوال نه درلود. نه مې ټیليفون درلود او نه هم طالبانو راته د ټیليفوني اړيکې نيولو اجازه راکوله. له همدې کبله مې له کورنۍ او اعتراض کوونکو نجونو سره هيڅ حال نه درلود. پنځه ويشتمه ورځ وه چې په طالبانو کې يوه زما له کورنۍ سره اړيکه ونيوله او ماته يې وويل، چې واخله له کورنۍ سره دې خبرې وکړه، ورته ووايه چې زه له طالبانو سره يم، له ما سره ښه چلند کوي او شکنجه کړې يې نه يم. خو ما وژړل او اوښکې مې را توی شوې. د طالبانو د زندان مسوول وويل: «ژاړه مه بيا دې کورنۍ متوجې کېږي چې شکنجه شوې يې، عادي خبرې وکړه او ورته ووايه چې ضمانت تيار کړي چې ازاده شې.»

پر ټیليفون مې د مور غږ واورېد، څنګه به درته ووايم چې هغه وخت مې کوم احساس درلود. ويې ويل: «لورې چيرته يې؟ ته يې چيرته وړې يې؟ پوهېږم چې طالبانو وړې يې او له هغوی سره يې.» ورته ومې ويل چې مورې ښه يم، زما په اړه اندېښنه مه کوه. ما فکر وکړ چې ښايي بيا هيڅکله هم خپله مور ونه وينم، له همدې کبله مې غوښتل چې خپله د زړه خبره ورته ووايم. په لړزانده غږ مې ورته وويل، چې مورې زړه مې درپسې خپه شوی او مينه درسره لرم. مور مې وژړل او ويې ويل: «لورې پوهېږم چې هغوی دې سر ته ولاړ دي او ته يې مجبوره کړې يې چې ووايې حالت دي ښه دی.» ورور مې چې ړوند دی، زما له موره يې ټیليفون واخيست او ويې ويل: «پروانې ته زموږ ټولو اتله يې او زه درباندې وياړم.» نه مې شوای کولای چې خپله ژړا کنټرول کړم. د زندان مسوول چې زما ژړا وليده، ټیليفون يې قطع کړ او ويې ويل: «بس ده، د کور له حاله خبره شوې، نور نو کور کور مه وايه. ټیليفون بايد يوسم تر څو يې بل څوک ونه ويني چې تاته مې ټیليفون راوړی دی.» همدا خبرې يې وکړې او له خونې بیرون شو.

پنځه دقيقې وروسته د طالبانو یوې بلې ډلې د خونې دروازه وټکوله. د شپې د ډوډۍ وخت وو او ما فکر وکړ چې ډوډۍ يې راوړې ده. د خونې دروازه چې مې خلاصه کړه، نو يوه نقاب پوښ طالب پر ما را منډه کړه او ما ناره وکړه. دوه نور طالبان په دروازه کې ولاړ وو او په مبايلونو کې يې هغه ځانګړې موسيقي لګولې وه چې د ځانمرګو بريدونو او سر پرېکولو پر مهال به خپرېدله. يو طالب چې په دروازه کې نږدې ولاړ و، هغه نقاب پوښ طالب ته چې پر ما يې را منډه کړه په خطاب کې وويل چې دوې مرمۍ يې په سر کې ووله او ما ناره وکړه فکر مې وکړ چې نور د مرګ وخت را رسېدلی دی. سر مې لاندې کړ تر څو ونه وينم چې څرنګه وژل کېږم او په همدې وخت کې يې دوه ځله سخته ووهلم. په همدې وخت کې مې هم نارې کړې، نقاب پوښ طالب وويل چې خوله دې ونيسه، بل ځل دې په خوله کې وهم.

زه ويريدلې وم او سترګې مې پټې کړې چې ناڅاپه مې د يوې بلې نجلۍ نارې واورېدې. کله چې مې سترګې خلاصې کړې نو ومې ليدل چې دوی زما له خونې وتلي دي. تر دې پېښې يو ساعت وروسته يو څارنوال زما خونې ته راغی او کله چې يې وليدل سر مې په لاسو کې نيولی او سترګې مې سرې شوې دي، پوښتنه يې وکړه: «څه شوي؟» ورته ومې ويل چې دا ډول شکنجه کول انسانيت نه دی او تمه ده چې زه ازاده شم. څارنوال وويل: «چا ويلي دي چې ته ازادېږې؟» ما ورته وويل چې زما قضيه خلاصه شوې ده او نور تاسو له ما سره هيڅ سوال او ځواب نه لرئ. زه بايد ازاده شوې وی خو تاسو ما هره ورځ شکنجه کوئ. ده وويل: «چا وهلې يې؟» ما د هغه طالب نښې ورته وويلې چې ويلي يې و پر دا سر يې ووله، ځکه نوم مې يې نه وو زده. البته دا پېښه د زندان په دوه ويشتمه ورځ وشوه او دا نو اخيري ځل وهل و.

د جمعې تر ورځې وړاندې، يو ځوان طالب زما خونې ته راغی او ويې ويل: «حالت دې څنګه دی؟» ما ورته وويل چې ښه نه يم او درد لرم، کولای شئ چې ماته درمل راوړئ؟ ورته ومې ويل چې حد اقل يو پرسټامول راته راکړئ چې درد مې کم شي. طالب وويل: «ستا وضعيت بايد تر دې هم بد شي، د خدای شکر ادا کړه چې لا هم ژوندۍ يې.» تر دې وروسته د زندان هغې کوټې ته ولاړ چې د خور مېړه مې پکې بندي و او هغه ته يې وويل: «دا نجلۍ دې څه کېږي؟» هغه وويل: «د دوی زوم يم.» طالب سړي په غوسه وويل: «ورشه دې نجلۍ ته ووايه چې اودس وکړي غواړو چې حکم پرې تطبيق کړو، بايد سنګسار شي.» ما پوښتنه وکړه چې ولې بايد سنګسار شم؟ ويې ويل: «دليل لا هم ته غواړې؟ هغه کوم کارونه دي چې تا په دې قد او قوارې سره نه دي کړي. ستاسو په څېر لاريونونه د دې باعث کېږي چې خلګ له لوږې مړه شي.» ما ورته وویل چې ما د فرخندې په څېر مه وژنئ. ټول وخت به مې پر دې فکر کاوه چې څرنګه به مې پر سر په ډبرو ولي او ای کاش، يوه اوسپنيزه خولۍ مې درلودای چې ډبرې خو مې پر سر نه لګېدلای. دا د طالبانو د هماغې روانې شکنجې يوه برخه وه چې اغېز به يې له ما سره تلپاتې وي.

شهابي: تا وويل چې د درد د ارامولو لپاره دې درمل غوښتي و. درمل يې درته راوړل؟

ابراهيم‌خيل: هو، يوه ورځ يو طالب زما خونې ته راغی او ويې ويل: «ته ولې لمونځ نه کوې؟» ما ورته وويل چې زه عذر لرم. هغه په فارسي نه پوهېده او ويې ويل چې «عذر څه دی؟» ما نه غوښتل وضاحت ورکړم، ورته ومې ويل چې عذر عذر دی. ولاړ او يو څارنوال يې له ځان سره راوست او هغه ته يې وويل: «وګوره دا څه وايي او ولې لمونځ نه کوي؟» څارنوال پوښتنه وکړه: «ولې لمونځ نه کوې؟» ما ورته وويل چې عذر لرم. هغه خپل سر ته ټک ورکړ او ويې ويل: «اها ته مياشتنۍ ناروغۍ لرې، نو که کوم څه ته اړتيا لرې ووایه چې درته رايې وړم.» ما ورته وويل چې که د درد کوم درمل لرئ او که يو بل شی وي چې په دې ورځو کې يې وکاروم. هدف مې روغتيايي پَډ وو خو د حيا له وجې مې ښکاره نه شوای ويلای. دی په خپله پوه شو او ويې ويل: «سمه ده.» څو ساعتونه وروسته يې ماته درمل او روغتيايي پَډ راوړل.

تقريبا د زندان ديارلسمه ورځ وه چې زما د خونې قلف يې پرانيست او د قلف هغه اړخ چې په کيلي سره خلاصېږي، هغه يې بهر لوري ته واړوه او هغه اړخ چې ساده او بې کيلۍ و، هغه يې د خونې داخلي لور ته کړ. ما اعتراض وکړ او ومې ويل چې ولې داسي کوئ؟ ويې ويل: «موږ ته همداسي امر شوی دی.» دا کار د دې لامل شو چې له وېرې مې يوه شيبه خوب هم نه شوای کولای، ځکه د خونې قلف او کيلي دباندې لور ته و او زه په خونه کې يوازې وم. هر څه ممکن و او ما هيڅ نه شوای کولای. هماغه مازديګر مې لمونځ کاوه چې د نفس تنګۍ او ډېر ضعف احساس مې وکړ. د خونې دروازه مې وټکوله، ساتونکی راغی ويې ويل: «څه شوي؟» ورته ومې ويل چې زه ډېره ناجوړه يم. ساتونکی ولاړ او يو څوک يې له ځان سره راوست. طالب سړي وويل: «څه شوي؟» ورته ومې ويل چې ساه نه شم اخيستلای. يو بل ځوان سړی همالته په زندان کې و چې دوی به په ډاکټر غږ ورته کاوه. طالب هغه ځوان ډاکټر راوغوښت او ويې ويل: «وګوره په دې نجلۍ څه شوي دي؟» ډاکټر وويل: «کوم څه دې خوړلي دي؟» ما له ډېرې انديښنې او د سنګسار په اړه د ډېر فکر کولو له امله، هغه ټول درمل يو ځای خوړلي وو چې راسره وو. شايد دا کار اوس ډېر احمقانه ښکاره شي، خو هغه وخت مې ځان وژنه تر سنګسار غوره ګڼله. ځوان ډاکټر چې کله زما ناهيلي او ژړا وليده نو له ما سره يې وژړل او يې ويل: «خورې زه دلته هيڅ نه شم کولای، زه يوازې د معاش په خاطر کار کوم. ما وبخښه چې ستا لپاره څه نه شم کولای.» دې نارينه ډاکټر طالب ته وويل: «پروانه بايد د درملنې لپاره روغتون ته بوزئ.» طالب وويل: «دا امکان نه لري.» بيا يې راته همالته سيروم چالان کړ او درمل يې راکړل.

شهابي: د حميد خراساني کيسه څه وه؟ په دې اړه راته وواياست.

ابراهيم‌خيل: يوه ورځ په زندان کې د حميد خراساني له خوا يو کس زندان ته راغی او د زندان په داخل کې يې طالبانو ته وويل: «دا نجلۍ چې له تاسو سره ده، پنجشېرۍ ده.» که څه هم زه د نجراب يم خو دوی زه پنجشيرۍ ګڼلم. د حميد خراساني کس وويل: «دا زموږ له تاجکانو څخه ده، موږ ته يې تسليم کړئ تر څو موږ خپل حکم پر تطبيق کړو ځکه دا زموږ لپاره شرم دی چې زموږ تاجکه نجلۍ له تاسو سره زنداني ده.» هغه کس په لوړ غږ پسي وويل: «دا نجونې چې چادرې يې سوځولې او تر پښو لاندې یې کړې د تاجکو او نارينه تاجيکانو لپاره د شرم لامل دي.»

شهابي: يعنې تاسو يې چادرۍ ته د بې احترامۍ له کبله نيولې واست؟

ابراهيم‌خيل: هو. اصلي بهانه چې موږ يې نيولې وو، همدا وه چې ولې تاسو چادرۍ ته اور ورته کړی دی او ولې مو د چادرۍ توهين کړی دی. دوی ويل چې له لويديځوالو پيسې او امتيازات اخلو تر څو د امارت پر ضد ګډوډي جوړه کړو. کله چې يې زه ونيولم، نو په موټر کې يوه طالب زه ټينګه څپيړه ووهلم او ويې ويل: «تا بې شرمې چادري څرنګه تر پښو لاندي کړې وه؟»

شهابي: څو ورځې د طالبانو په زندان کې واست؟ ايا په دې وخت کې مو حمام، پاک کالي، روغتيايي وسايلو او کافي خوراک ته لاسرسی درلود؟

ابراهيم‌خيل: اووه ويشت ورځې د طالبانو په زندان کې وم. خوراک به يې راته راووړ خو داسې خبرې به يې کولې چې ډوډۍ خوړلو ته به مو هیڅ زړه نه کېده. له هغو جامو پرته چې پر تن مې وې، نورې مې نه درلودې. خو حمام و او د حمام کولو اجازه يې ورکوله.

شهابي: ايا کولای شئ چې د اعتراف د جبري ويډيوګانو په اړه راته وواياست؟ د دې ويډيوګانو کيسه څرنګه وه؟ څه وخت يې در څخه ويډيو وکړه؟

ابراهيم‌خيل: د زندان وروستۍ ورځې وې چې زه يې د تحقيق خونې ته يووړم. درې يا څلور نفره طالبان په خونه کې ناست وو. ويې ويل: «هر څه چې درته وايو، بايد هماغه ووايې، که نه شکنجه کېږې.» يوه لښته يې د تهديد د نښې په توګه زما پښو ته را وغورځوله. نور نو ما واقعا هم د شکنجې د زغملو توان نه درلود. دوی چې څه غوښتل هغه د کاغذ پر مخ ليکل شوي و چې زما هېر نه شي او ما بايد د ټبليفون د کيمرې په مخ کې ويلي وای. په مبايل کې يې زما ويډيو وکړه.

شهابي: د کاغذ پر مخ يې څه ليکلي و چې غوښتل يې تاسو يې بايد وواياست؟

ابراهيم‌خيل: دوی غوښتل چې زه ووايم موږ غرب او نړيوالې ټولنې خطا کړي يو او له اروپايي اتحاديې او يوناما څخه مو پيسې اخيستې دي. دوی راته وويل:«بايد ووايې چې زه له افغانستان څخه هيڅ ځای ته نه ځم او که مې دغسي اقدام وکړ، نو بيا چې اسلامي امارت راته هر ډول سزا وټاکله، قبلوم يې.» دا خبرې چې ما په ويډيو کې وکړې، د کاغذ پر مخ هم ليکلې وې، د پاڼې په پای کې يې زما د ګوتو نښې هم واخيستلې او له ما يې پېژندپاڼه هم واخيستله.

شهابي: د اجباري اعترافونو تر ثبت وروسته څه وشول؟ بيرته د زندان انفرادي خونې ته ولاړې، که ازاده شوې؟

ابراهيم‌خيل: تر دې وروسته چې اعتراف او ليکلی ضمانت يې له ما څخه واخيست، ما ته يې وويل، چې تا ازادوو. زما له ورور سره يې اړيکه ونيوله او ورته ويې ويل چې د ضمانت يو سند راوړئ او خور دي بوزه. زما ورور هم د يوه قريب د دوکان سند راووړ. دوو طالبانو زه په خپل موټر کې تر شهيد څلور لارې پوري يوړم، د ضمانت سند يې واخيست او زه يې هغه خپلوان ته وسپارلم چې سند يې راوړی و.

شهابي: د زندان په موده کې څو ځله فزيکي شکنجه شوئ؟ ستاسو د وهلو او ټکولو لپاره د طالبانو بانه څه وه؟

ابراهيم‌خيل: څو ځله يې ووهلم. دوی غوښتل چې د نورو نجونو د ځای په اړه له ما پوښتنه وکړي، خو هر ځل چې به يې له ما پوښتنه کوله ما به ورته ويل چې زه نه پوهېږم او په دې سره به طالبان غوسه کېدل او زه به يې وهلم، ويل به يې چې «ته موږ ته دروغ وايې.» تاسو به پوهېږئ چې د دوی تر وهلو او ټکولو به د دوی سپکوونکو خبرو او توهين ماته ډېر زور راکاوه. هر ځل چې به راتلل، ويل به يې: «موږ ته شا را واړوه چې ستا نجس او مردار مخ ونه وينو.» يا به يې ويل: «تاسو ټولې د غرب فاحشې ياست او ځانونه مو پلورلي دي.» له ښکنځلو سره به يې رواني او فزيکي شکنجه هم راکوله. له تنه مې سيک داسې ختلی و چې تر ستونې مې اوبه هم نه شوای تېرولای. په برقي لښتو به يې پر ملا وهلم، په ټوپک سره به يې وهلم.

زموږ په پروګرامونو کې نجونو له اجباري حجابه د انکار په بڼه چادري پر ځمکه غورځولې وه او دا نو د طالبانو لپاره يوه ښه پلمه شوه. راته ويل به يې چې موږ خبر يو چې ته مسلمانه نه يې، ته عيسوۍ يې، له دې سره به يې دا هم راته ويل چې تا ژوندۍ نه پرېږدو او حکم درباندي تطبيقوو.

زما له ځانه شک ختلی و او فکر مې نه کاوه چې ژوندۍ به له زندانه راوزم. تاسو به پوهېږئ چې زما لپاره تر ټولو غټه شکنجه دا وه چې د مور په اړه به مې فکر کاوه او دا چې زما مرګ به د هغې لپاره څومره سخت وي. زما مور ته يې ويلي و «نور دې له لور څخه لاس مينځه، ژوندۍ به يې ونه وينې.» دا زما لپاره تر ټولو ډېره ځوروونکې خبره وه. ما انګېرله چې په ډېر احتمال سره ښايي ما سنګسار کړي او يا مې هم په مرمۍ وولي. خو د ځان په پرتله به مې ډېر فکر د مور په اړه کاوه چې مېړه يې طالبانو ترې واخيست، د زوی سترګې يې طالبانو ړندې کړې او اوس يې نوبت تر لور پورې را رسېدلی دی.

شهابي: د طالبانو د دې دريځ په اړه تاسو څه واياست چې ستاسو د اعتراض لامل بهرني عوامل او بهر ته د تللو پروژه ګڼي؟

ابراهيم‌خيل: ګوره زه د هيڅ پروژې برخه نه وم. ما انګېزه درلوده او نه مې شوای کولای چې د خپل همنوعو رنځ ووينم. هيچا ماته وعده نه وه راکړې او فکر نه کوم چې خارج ته د تللو وعده دې د هغه درد، سپکاوي او شکنجې په اندازه ارزښت ولري چې ما زغملي دي. د هغه زندان او شکنجې صدمې تر اوسه له ما سره شته دي. دشپې په خوب کې وېرېږم، په نارو له خوبه را کښېنم. لاس  مې خوږ شوی او نه شم کولای چې په چپ لاس يو څه واخلم. سر مې خوږ شوی دی او يوه مبهمه وېره او اضطراب تل راسره وي. يعني ما غوښتل چې په دې قيمت سره خارج ته ولاړه شم؟ دا خو واقعا خندوونکې ده.

شهابي: کله چې ازاده شوې له طلوع ټلويزیون سره مو ټليفوني خبرې کړې وې. ايا طالبانو له تاسو څخه تضمين نه و اخيستی چې له رسنيو سره به خبرې نه کوئ؟

ابراهيم‌خيل: زه يې تهديد کړې وم چې تر خلاصون وروسته حق نه لرې چې له رسنيو سره د زندان په اړه خبرې وکړې او که دې څه وويل نو ته او ضمانت کوونکی دواړه به ونيول شئ. البته زما د ازادېدلو خبر بي بي سي خپور کړی و او طلوع تر هغه وروسته له ما سره اړيکه ونيوله. يوازې غوښتل يې معلومه کړي چې زه ازاده شوې يم که نه، بيا يې په خبري ساعت کې هغه خبرې خپرې کړې. د همدې ورځې په سبا زما خپلوان چې زما له ازادېدو خبر شوي وو، زما پوښتنې ته راغلل. د ورځې لس بجې وې چې يو چا زما شخصي شميرې ته زنګ وهلی و. ټیليفون زما له ورور سره و، هغه راووړ او ويې ويل: «پروانې له امارته يو چا زنګ وهلی، کار درسره لري.» زه حيرانه شوم ځکه زما شخصي شمېره له طالبانو سره نه وه او زما د خور د مېړه شمېره يې ور اخيستې وه. په هر حال ما ورته ځواب ورکړ. هغه سړي وويل: «زه مسيح يم له پنجشير رخې څخه. تاسو پر فيسبوک څارم او د اسلامي امارت غړی يم. موږ څو نفره طالبان ستاسو کور ته راځو او ته بايد ووايې چې زه د چادرۍ په قضیه کې ښکېله نه وم او يوازې د غرب تر تاثير لاندې راغلې وې او له همدې کبله دې مرګ پر امارت ويلي و.» ما ورته وويل چې کله زه ستاسو داخله وزارت ازاده کړې يم نو تاسو څوک ياست چې زه درته ځواب درکړم. ما ورته وويل چې زه دا موضوع له څارنوال سره شريکوم، بيا راشئ. هغه کس وويل: «جدي وايې؟» ما ورته وويل چې هو. ويې ويل: «ډېر ښه، ګورو به.»

د غرمې دوولس بجې وې، دوې سپينې کرولاوې چې نظامي لباس پر تن خلک پکې وو، زموږ د کور دروازې ته راغلل. زه نه پوهېږم چا چې ما ته زنګ وواهه په طالبانو کې يو څوک و، يا هم بل څوک و چې کار يې له طالبانو سره و، يا يې هم غوښتل چې ما په يوه مصيبت کې واچوي. په هر حال زه مجبوره شوم چې کور مې بدل کړم، بيا مې دويم ځل هم کور بدل کړ، اندېښنه مې دا وه چې بيا راته زيان ونه رسېږي.

شهابي: اغلې ابراهيم‌خيل د زندان پر مهال يو يا څو کسانو پر تاسو په تېري تهديد کړي ياست؟

ابراهيم‌خيل: نه. کله چې به خونې ته راتلل نو ويل به يې: «موږ ته شا را وګرزوه او غږ دې بايد نازک نه وي، ځکه ته موږ ته محرمه نه يې.» مګر د هغوی په نظر موږ بې عفته او بدکاره نجونې وو او موږ يې مردارې ګڼلو.

شهابي: تر دې وروسته څرنګه بريالۍ شواست چې له وطنه ووزئ؟ ځکه تاسو ويل چې پاسپورټ مو نه درلود او تذکره يا هم پېژندپاڼه هم طالبانو در څخه واخيستله.

ابراهيم‌خيل: د نوي کال لومړۍ ورځې وې، په ملګرو کې مې له يو چا سره خبرې کولې. ماته يې وويل: «پروانې غواړې له افغانستانه ووزې؟» ما ورته وويل چې ما له افغانستانه د وتلو لپاره مبارزه نه ده کړې او نه هم داسي اراده لرم. خو هغې وويل: «ژوند دې په خطر کې دی، اول بايد ژوندۍ پاتې شې، بيا مبارزه وکړې.» هغې په بهرنيو بنسټونو کې له يوه بنسټ سره اړيکې درلودې او ويې ويل چې هغوی غواړي درسره مرسته وکړي. د هغوی په مرسته او د پيسو په ورکولو سره بريالۍ شوم چې د تذکرې او پاسپورټ مشکل مې حل کړم. له کابل څخه په نقاب کې د پاکستان تر سرحده ولاړم. هلته د طالبانو سرحدي عسکرو وغوښتل چې چادري مې خلاصه کړم تر څو مې هغوی وويني او اخير يې هم وپېژندلم، له ځان سره يې يووړم او راته ويې ويل چې ته د سفر اجازه نه لرې. خو د هماغه بهرني بنسټ په مرسته چې زما د ايستلو مسووليت يې اخيستی و او د پيسو په ورکولو سره مې وکولای شول چې پر تورخم واوړم او پاکستان ته ننوزم. هلته يو څه وخت په امن کور کې تر څار لاندې وم، بيا مې پاکستان د اروپا په نيت پرېښود.

پروانه ابراهیم نجرابۍ پاکستان ته پر لار. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

شهابي: د وروستيو خبرو په توګه طالبانو او ملاتړو ته يې څه واياست؟

ابراهيم‌خيل: له ماشومتوبه تر اوسه چې مې کوم دردونه ليدلي دي، لامل يې طالبان دي. د ژوند تر پايه د پلار د له لاسه ورکولو درد، د ورور د ړندېدلو درد او هغه شکنجې چې ما په خپله د طالبانو په زندان کې ليدلې دي، نه شم هېرولای. زه د تبسم سر پرېکېدنه او د کابل پوهنتون شهيدان نه شم هېرولای. زما پر هغو خلکو افسوس راځي چې د طالبانو ملاتړ کوي او غواړم چې پوه شي چې زما او زما د هم‌نسلو مبارزه د طالبانو او د هغوی د ملاتړو پر خلاف تر هغو روانه ده چې ژوندي يو او چوپ به پاتې نه شو.