انځور: ټولنیزې رسنۍ

د ناکامورا د ترور درېیم تلین؛ د جاپان سفارت: د تيتسو ناکامورا پروژې دوام لري

اطلاعات روز: کابل کې د جاپان سفارت د تيتسو ناکامورا د درېيم تلین په مناسبت ويلي، چې د ده پروژې دوام لري. دا جاپانی مرستندوی ډاکټر د «کاکا مراد» په نوم مشهور و.

ناکامورا چې د خپل ژوند او مسلک ډېره برخه یې د افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره وقف کړې و، د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په څلورمه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

ډاکټر ناکامورا د يوې جاپانۍ خيريه موسېسې (پي‌ام‌اس) ريیس و چې په افغانستان کې يې د ننګرهار په شمول د اوبو او ځنګلونو د مديريت پروژې مخته وړې.

نوموړي په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د اوبو څو پروژې په خپل ځانګړي طرز سره طرحه او عملي کړې چې له امله يې زرګونه خلک له بې وزلۍ وژغورل شول.

د جاپان سفارت نن (يک‌شنبه، ۱۳ د لیندۍ) د ناکامورا د ترور د درېيمې کليزې په مناسبت ويلي: «متأسفانه سره له دې چې نوموړی ومړ، خو د ده پروژې د افغان او جاپاني همکارانو په وسيله دوام لري.»

دې سفارت ويلي، چې جاپان د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د جاپان سفارت زیاته کړې، چې دا هيواد غواړي د ناکامورا تګلارې د افغانستان نورو سيمو ته هم انتقال کړي.

تيتسو ناکامورا چې د خپل مرګ پر مهال ۷۳ کلن و، د روغتيا په برخه کې زده کړې کړې وې، په ۱۹۸۴ کال کې پاکستان ته ولاړ چې هلته د جذامي ناروغانو درملنه وکړي.

تر دې دوه کاله وروسته افغانستان ته راغی او په يوه لېرې سيمه کې يې يو روغتون او يو غير دولتي بنسټ د «د جاپان د سولې روغتيايي خدمات» (پی‌ام‌اس) په نوم جوړ کړ.

د افغانستان پخواني دولت د ناکامورا د بشر دوستانه کارونو له امله نوموړي ته د افغانستان افتخاري تابعيت ورکړی و.