انځور: ټولنیزې رسنۍ

ارزګان کې یو شمیر کروندګرو د کوکنارو پر ځای انجې کرلو ته مخه کړې

اطلاعات روز: ارزګان کې کروندګر وایي، وروسته له هغه چې طالبانو په ټول هیواد کې د کوکنارو په کرکېله بندیز ولګوه دوی پر خپلو ځمکو د انجې کرلو ته مخه کړې ده.

انجه د افغانستان د غوره طبعي صادراتي بوټو په ډله کې راځي چې پخوا د هیواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې په طبعي توګه زرغون کیده، چې اوس په یو شمیر ولایتونو کې ډیری بزګرانو د دغه بوټي عصري کرکېلې ته مخه کړې ده.

د ارزګان يوه تن کروندګر شمس الله په څیره کې د دغه نوي کرل شوي بوټي حاصل ته هيلې ښکاري او وايي، باور لري چې انجه به د کوکنارو یو ښه بدیل وګرځي.

ده وويل:«که ورته وګورو تاریاک هر وخت اوبه غواړي خو انجه په کال کې څلور ځله اوبه غواړي دا تر پنځلسو کالو پورې حاصل ورکوي او انجه ډيره اقتصادي تماميږي کرنه يې هم اسانه ده ناروغۍ نه کوي او د تارياکو په پرتله ګټوره ده.»

يوازې دغه کروندګر نه دی چې په خپله ځمکه یې انجه کښت کړې په دغه ولايت کې دا مهال په سلګونه کسان د انجې په کښت بوخت دي او غواړي چې له همدې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.

عبدالرحمن بیا بل هغه کروندګر دی چې په خپله ځمکه کې يې د همدې بوټي کرنه کړې ده.

که څه هم نوموړی د انجې حاصلاتو ته خوښ دی خو بازار موندنې ته یې انديښمن دی.

دی زیاتوي:« لومړی ځل دی چې انجه ارزګان ولایت ته راغلې او اول ځل دی چې موږ يې په خپله ځمکه کې کرو دا ډيره په لوړ قيمت پلورل کيږي يو کيلو يې په ۱۰ زره افغانۍ پلورل کيږي خو ستونزه داده چې موږلته د انجې بازار نه لرو چې شيريه يې دلته وپلورو باید زموږ لپاره بازار پیداشي تارياک يو نشه یي کښت دی خو انجه ځکه ګټوره ده چې حاصل يې په درملو او دواګانو کې کارول کيږي.»

ارزګان کې د لومړي ځل لپاره بزګرانو د انجې کرکېلې ته مخه کړې ده. انځور: اطلاعات روز

د کرنې د برخې پوهان هم انجه يو ګټور بوټۍ يادوي او وايي، چې که کروندګر په مسلکي ډول د دغه بوټې کرنه وکړي او ترڅنګ يې ورته بازار موندنه وشي ورسره به د کروندګرو اقتصاد پر پښو ودريږي.

د کرنې د برخې يو تن پوه محمدشفيق وايي، د انجې بوټي روزنه او پالنه د نورو کښتونو په پرتله اسانه او لږ مصرف ورباندې کيږي.

نموړی زیاتوي، د ارزګان اب او هوا د دې کښت لپاره ښه مساعده ده او باید ټول کروندګر دغه بوټی کښت کړي.
د ده په خبره: «انجه د ارزګان هوا سره ښه توافق کوي کم مصرف پرې راځي اوبه کمې غواړي خو يوه غټه ستونزه چې دلته شته هغه په دې برخه کې د کروندګرو د تجربې نشتون دی چې دولت باید بزګرانو ته روزنه ورکړي.»

دغه راز د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسول قدرت الله حميدي هم انجه يو ګټور بوټۍ بولي او زياتوي چې دوی له وړاندې په دې برخه کې هڅې کړي ترڅو په ارزګان کې د انجې کرنه وده وکړي.

هغه وايي، چې د کروندګرو د روزنې اود انجې د بازار موندنې لپاره به دوی خپل پلانونه د وزارت سره شريک کړي.

حمیدي وویل:«ارزګان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د انجې کښت به پکې ښه نتيجه ورکړي د انجې کښت اوس مخ پر پراختيا دی خلکو ښه پاملرنه ورته کړې که چيري دغه کښت وشي د کوکنارو ښه بديل به شي د کرنې ریاست بزګرانو ته دروزنې په برخه کې هڅې پېل کړي، موږ په دې برخه کې یوې موسېسې ته يو پروژه هم ورکړې چې دغه کښت وده وکړي.»

انجه یا انغوزه د افغانستان د غوره طبعي او صادراتي بوټو په ډله کې راځي، چې پخوا به د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې په قدرتي توګه زرغونه کېده چې د نامسلکي ګټې اخستنې له امله ورک شو خو له ۱۳۹۳ کال څخه را په دېخوا یې په هېواد کې د کرکېلي او د شیرې د تولید کچه د پام وړ وده کړې ده.
لومړۍ درجه انجه کیلو په ۸۵ امریکايي ډالر او دویم یې په ۷۰ امریکایي ډالر پلورکيږي.

د انجې شیره د انغوزې په نوم هم یادیږي، چې د بېلابېلو ناروغیو له ډلې د خېټې سرطان، د وینې فشار ټیټول او یوشمېر نورو ناروغیو د درملنې په موخه کارول کیږي. دغه راز د انجې له شېرې څخه د خوړو په خوند او ساتنه کې هم ګټه پورته کیږي.انغوزه د پوډر، غوړي او هم د درمل په ډول په بېلابېلو خوړو کې کارول کېږي.