کابل کې یوه پنجشېري ځوان د طالبانو تر شکنجې لاندې ساه ورکړه

اطلاعات روز: سرچینې وايي، یو ځوان چې اصلي د پنجشېر ولایت اوسېدونکی و، کابل کې د طالبانو تر شکنجې لاندې ساه ورکړې ده.

يوې سرچينې اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې یاد ځوان شمس الله نومیده او د پنجشير د رخې ولسوالۍ د «درخيل» کلي اوسېدونکی و.

د سرچينې په وينا، طالبانو شمس الله د جمعې په ورځ د کابل ښار له اوولسمې ناحيې څخه نيولی و.

سرچينه زیاتوي، چې د شمس الله کورنۍ نن سهار (دوشنبه، ۱۴ د لیندۍ) د هغه جسد ترلاسه کړی دی.

د شمس الله خپلوان وايي، چې دی د طالبانو له خوا سخت وهل شوی او شکنجه شوی دی.

د شمس الله يو د خپلوانو څخه زیاته کړه، چې د شمس الله لاسونه او پښې مات شوي او په غاړه کې يې د خپه کولو نښې هم ښکاري.

د دې ځوان کورنۍ وايي چې ده له هيڅ ډلې او د طالبانو له مخالفې جبهې سره تړاو نه درلود؛ خو معلومه نه ده چې دی ولې طالبانو وژلی دی.

سرچينې وايي، چې شمس الله په تېر حکومت کې جرمي سابقه درلوده او يو څه وخت د پنجشير په زندان کې بندي و؛ خو د افغانستان د دولت تر سقوط وروسته د نورو زندانيانو په څېر ازاد شو او په کابل کې يې عادي ژوند کاوه.

طالبانو په دې وروستيو کې د پنجشير په لسګونو اوسېدونکي له «مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور نيولي دي.

وروستی ځل د کابل له يوولسمې او اوولسمې ناحيې څخه پنځه پنجشېري ځوانان نيول شوي دي.