د ننګرهار اوسیدونکي له طالبانو د ناکامورا د قاتلینو نیول کیدل غواړي

 اطلاعات روز: د ډاکټر تېتسو ناکامورا د وژل کیدو دریم تلین داسې مهال لمانځل کېږي، چې لا یې هم قاتلین نه دي نیول شوي.

ناکامورا پوره درې کاله وړاندې د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ په ۱۳مه نیټه جلال اباد ښار کې په یو وسله وال برید کې له پنځو نورو افغان همکارانو سره داسې مهال ووژل شو، چې د یوې پروژې د کار ارزونې لپاره په لاره و.

که څه هم په دې موده کې جمهوري نظام ړنګ او طالبان واک ته ورسیدل، خو له دې هر څه بدلون سره سره افغانان د ناکامورا په مرګ خواشیني او د هغه د خدمتونو او هڅو قدرداني په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د انځور په خپرولو سره کوې.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی میرویس وایي، ناکامورا چې افغانانو له ډیرې مینې کاکا مراد یادوه، د هیواد د آبادۍ یو رښتني خدمتګار و.

هغه په ژړه غوني غږ وایي، د هیواد دښمنانو ناکامورا ونه شو زغملی، چې دهیواد شاړې دښتې ابادې او  افغانستان د څو لسیزو جګړو وروسته د نورو له مختاجۍ خلاص او د ځان بساینې په لور ګام واخلي.

د ننګرهار د کوز کونړ/ خېوې ولسوالۍ اوسیدونکی اصف خان که څه تیر جمهوري حکومت  چارواکو د ناکامورا د وژلو او قاتلینو د نیولو په قضیه کې پاتې بولي خو د طالبانو له اوسني حکومت غوښتنه کوي، چې د ډاکټر ناکامورا قاتلین دې پیدا او د مرګ په سزا دې ورسوي.

پنځوس کلن محمد ولي بیا د ډاکټرتیتسو ناکامورا د وژلو پړه د جمهوري حکومت پرمهال پر ځینو مافیایي کړیو اچوي، چې د ځینو ګاونډیو هیوادونو لپاره یې د حکومت په داخل کې فعالیت کاوه.

هغه وایي، تیر حکومت ته د ناکامورا قاتلین معلوم و، خو د پېسو په بدل کې یې پرې خوله چوپه کړې وه.

که څه هم د تېر جمهورې حکومت پرمهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ویلي و، چې د ډاکټر ناکامورا د وژل کیدو د قضیې په تور یې دوه تنه نیولي خو د یاد نظام له نسکوریدو لا تراوسه د یادو کسانو درک ونه لګیده.

مونږ هڅه وکړه چې د ناکامورا د وژل کیدو، د قاتلینو د نیول کیدو او په دې اړه نور معلومات ننګرهار کې له طالب چارواکو ترلاسه کړو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشو.

ناکامورا څه کم ډېرش کاله مخکې افغانستان ته راغی.

 لومړی يې دلته روغتیایي هڅې پیل کړې چې، د افغانستان په ځینو مرکزي او ختیځو سیمو کې يې روغتیايي کلینیکونه پرانستل، خو ژر دې ته ځیر شو، چې د افغانانو اساسي ستونزې نورې هم دي.

هغه مټې رابډ وهلې او د کرنې، اوبو لګولو په برخه کې يې هڅې پیل کړې او تر پايه پورې يې د خلکو د خدمت لپاره پر ځان شپه او ورځ یوه کړې وه. ناکامورا د ننګرهار په کامې، بهسود، کوزکونړ او دره‌نور ولسواليو کې د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ پروژې بشپړې کړې او تر ۲۰۱۶ کاله پورې يې نهه د اوبو کانالونو په جوړیدو سره یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه او خلک یې له فقر وژغورل.