اطلاعات روز: غور کې ځايي سرچينې وايي، چې يو قومي مخور او زوی يې چې د طالبانو له خوا نيول شوي وو، جسدونه يې پيدا شوي دي.
سرچينه یاد قومي مشر د حاجي احمد خان او زوی يې د شرف الدين په نوم یادوي او وايي، چې جسدونه يې تېره شپه (يکشنبه، ۱۳ د لیندۍ) په فيروزکوه ښار کې پيدا شوي دي.
د سرچينې په وينا دا پلار او زوی دوې مياشتې وړاندې د طالبانو له خوا نيول شوي وو؛ خو طالبانو يې هغه مهال نيول کېدل رد کړي وو.
د احمد خان رسولي او د زوی مړي يې د غور ولايتي روغتون سړې خونې ته انتقال شوي دي.
د سرچينې په وينا، مړي به يې د الفاروق په نوم تازه تاسيس شوې ولسوالۍ ته لېږل کېږي او هلته به خاورو ته سپارل کېږي.
تر اوسه د دې دوو کسانو د وژنې انګېزه روښانه نه ده.
غور کې طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
داسې پېښي پخوا هم شوې دي او طالبان په ځلونو د ملکي وګړو په نيولو، شکنجه کولو او وژنې تورن شوي دي.