انځور: یوناما

یوناما: افغانستان په نړۍ کې د ۸۵ سلنې ترياکو سرچينه ده

اطلاعات روز: کابل کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) ويلي، چې افغانستان کې د نشيي توکو «ستره ننګونه» لا هم پر ځای ده او دا هيواد په نړۍ کې د ۸۵ سلنې ترياکو سرچينه ده.

يوناما نن (دوشنبه، ۱۴ د لیندۍ) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له نشيي توکو سره د مبارزې له معين عبد الحق اخوند سره ليدلي او خبرې يې ورسره کړې دي.

د يوناما په وينا، په دې ليدنه کې د نشيي توکو پر ممنوعيت، د روږدو کسانو لپاره د درملنې پر هڅو، د تارياکو پر له منځه وړلو، د نشيي توکو د زيانونو په اړه پر پوهاوي او بديلې بوختيا بحث او خبرې اترې شوې دي.

يوناما د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په وينا ويلي دي: «لويي ننګونې شته دي. افغانستان په نړۍ کې د ۸۵ سلنې تارياکو سرچينه ده.»

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په اپريل کې د تارياکو او ټولو نشيي توکو کښت ممنوع اعلان کړ.

له جرمونو او نشيي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) هم يو څه وخت وړاندې د يوه راپور په خپرولو سره ويلي و چې په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو کښت په افغانستان کې زيات شوی دی او د طالبانو له لوري پر دې بوټي تر بنديز وروسته يې قيمت هم درې برابره لوړ شوی دی.

د دې دفتر په وينا، د تارياکو له پلور څخه د افغان بزګرانو عايد په ۲۰۲۱ کال کې ۴۲۵ میلیونه ډالر و چې په ۲۰۲۲ کال کې ۱.۴ ميليارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د UNODC د موندنو پر اساس، په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زيات شوی او ۲۳۳ زره هکټاره ځمکه يې نيولې.

له جرم او نشيي توکو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر ويلي، چې د کوکنارو کښت د هيواد په جنوب لوېديځو سيمو کې ډېر کېږي چې پر ۷۳ سلنه مساحت يې د تارياکو کښت کېږي او تر ټولو زيات توليد ورکوي.