انځور: ټولنیزې رسنۍ

له زده‌کړو څخه د زرګونو زده‌کوونکو محروميت

ليکنه: معصومه جعفري|ژباړه: شمشاد زلمی

څه باندې یو کال کېږي چې د شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو څخه محرومه دي او دا مسله د عادي کېدو خواته روانه ده. ښځې او نجونې چې د افغانستان نيم نفوس جوړوي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له يوې تيارې سره مخ دي او د طالبانو په حاکميت کې به کومه روښانه راتلونکې هم ونه لري.

افغانستان کې د طالبانو بیا راتګ او له ټولنې د شړل کېدو تجربه يوه ترخه کیسه ده، يوازې د هغو ښځو به په ياد وي چې د طالبانو د لومړي دور په واکمنۍ کې يې ژوند کړی وي. پر افغانستان د طالبانو تر بيا واکمن کېدو وړاندې د دوی د بدلون په اړه زمزمې کېدلې خو يو کال تېرېږي چې دې ډلې د ښځو برخليک په خپل لاس کې اخيستی او له امله يې د خلکو او نړيوالې ټولنې انديښنې را پورته کړې دي.

د طالبانو په بيا واکمنېدو سره ښځې په ټولنيزو فعاليتونو کې له پراخو بنديزونو سره مخ شوې دي. د دوی ډېريو يې خپله دنده او بوختيا له لاسه ورکړې، همدا راز دې ډلې د نجونو په وړاندې د مکتب دروازې تړلې دي، هغه چې بايد زده کړه وکړي، روزنه تر لاسه کړي او د راتلونکې لپاره لازم مهارتونه زده کړي. طالبان له کار او زده کړې څخه د ښځو په بې برخې کولو سره غواړي چې هغوی له ټولنيز جوړښت حذفې کړي. له بله اړخه چې ښځې د زده کړو په تړاو ممانعت کوي، دا ډله غواړي يو داسې نسل را منځته کړي چې د اړينو وسايلو په اړه هيڅ پوهاوی ونه لري.

د ۱۳۹۹ کال احصائيه چې د ۱۴۰۰ کال په پسرلي کې خپره شوه، ښيي چې د افغانستان د ټولو ۹.۵۸ ميليون شاګردانو څخه درې ميليونه، ۶۸۵ زره او ۶۶۳ شاګردان نجونې دي. دې نجونو په ابتدايي او متوسطه ښوونځيو، ليسو، مسلکي ليسو، تربيت معلم، تخنيکي او مسلکي انسټيټونو او د ديني زده کړو په مرکزونو کې زده کړې کولې.

د نجونو په وړاندې د مکتبونو د دروازو بندېدلو د ښځو جدي انديښنې را پيدا کړې دي. فاطمه عادل (مستعار نوم) چې په خپله زده کړياله ده او پخوا يې په دولتي او شخصي ښوونځيو کې درس ورکاوه، وايي چې دوې لوڼې او دوه زامن لري او لور يې سږ کال په شپږم ټولګي کې ده، دقيقا هماغه کال دی چې راتلونکی کال ترې مکتب ته د تللو اجازه اخيستل کېږي. اغلې عادل وايي چې دا او مېړه يې د مور او پلار په توګه پوره هڅه کوي چې اولادونه يې هڅه کوونکي او بريالي وي او د دې موخې لپاره به له هيڅ شي هم ډډه ونه کړي. د بل هر مور او پلار په څېر د اولادونو راتلونکی يې دوی ته ځانګړی ارزښت لري.

خو د طالبانو په راتلو او د نجونو لپاره د مکتبونو د تړل کېدو له وجې دوی اندېښمن او مايوسه دي. د دې بهير د دوام له کبله دا د لور زده کړو ته اندېښمنه ده. وايي «الينا سږ کال شپږم ټولګی خلاصوي او هره شېبه دا وېره ورسره ده چې ښايي اووم ټولګی شروع نه کړای شي.»

اغلې عادل د نجونو لپاره پر زده کړو ټينګار کوي او وايي، چې د نن نجونې د سبا مېندې دي او نوی نسل به روزي. له همدې کبله يوه باسواده او باخبره مور د يوې بې سوادې مور په پرتله کولای شي چې بريالي اولادونه وروزي. دا د طالبانو وضع کړيو بنديزونو ته په اشارې سره وايي چې طالبانو ټولې ښځې پر کورونو کېنولې دي او له هغوی څخه يې د کار او زده کړې اجازه اخيستې او ان له محرم پرته بازار ته نه شي تللای. د دې په باور اوسني حکومت د ښځو لپاره يوازې زېږول او د کور سمبالول د هغوی دنده بللې.

د بنديزونو دوام او له شته وضعيت څخه د وتلو هڅې

د طالبانو بيا واکمنېدو په افغانستان کې د کډوالو يوه پراخه څپه خپره کړه. د طالبانو د حضور په لومړيو کې ګڼ شمېر هغو خلکو چې نه يې غوښتل تر پراخو بنديزونو لاندې ژوند وکړي، وطن پرېښود.

فاطمه عادل په خپله هم يوه ځوانه ښځه ده او د ښځو په وړاندې د طالبانو له بنديزونو څخه ځورېږي، د خپلو اولادونو په ځانګړې توګه د لور راتلونکې ته يې انديښمنه ده او وايي چې په ځلونو يې د کډوالۍ اراده کړې خو بريالۍ شوې نه ده. دا وايي که داسې فرصت ورته برابر شي نو د خپلو اولادونو په ځانګړې توګه د لور د راتلونکي په خاطر اقدام کوي.

د افغانستان د ښځو او نجونو محروميت او همدا راز ناڅرګند راتلونکي د ټولنې دا لويه برخه ناهيلې کړې، په دوی کې داسې ښځې وې چې تر پرونه يې په ټولنيزو فعاليتونو کې ونډه اخيسته او له نارينه وو سره په برابره توګه په ډيرو چارو کې شريکانې وې. مرجان (مستعار نوم) چې کوچنۍ لور لري او په لومړي ټولګي کې ده، د وړو نجونو راتلونکی مبهم او تياره بولي. د دې په باور دا ډله به د تېر په څېر (د طالبانو لومړۍ دوره) پر ښځو د محروميت ټول بنديزونه ولګوي. د دې په باور ښځې طالبانو ته د جنسي غلامانو په سترګه ګوري او هيڅ ارزښت ورته نه ورکوي. سره له دې چې د دې لور به د طالبانو تر حاکميت لاندې پنځه نور کلونه هم درس ووايي، خو دا زياتوي چې له زده کړې د لور بې برخې کېدل نه مني او د زده کړې لپاره به يې يوه لار پيدا کوي، يا به هم وطن پرېږدي.

طالبانو له لومړۍ ورځې په بېلابېلو پلمو لکه د نجونو د جامو رنګ يا هم نورو ستونزو له امله د مکتبونو دروازې بندې کړې دي. نورالله منير چې د دې ډلې د معارف پخوانی سرپرست وزير و، ويلي و چې په افغانستان کې د نجونو مکتبونه د فرهنګي ستونزو له کبله بند دي او خلک نه غواړي چې په اوسنيو شرايطو کې نجونې مکتبونو ته ولېږي.

د افغانستان د خلکو او نړيوالې ټولنې له غوښتنو سره – سره لا هم د نجونو په وړاندې مکتبونه تړلي دي او د ټولو فشارونو په شتون کې طالبان له خپلې پرېکړي نه پر شا کېږي. مرجان له شته حالت څخه ناهيلې ده او وايي چې که نړيواله ټولنه د فشار راوړلو په وسيله وهم توانېږي چې د نجونو لپاره مکتبونه خلاص کړي، خو شونې ده طالبان ځيني نور بنديزونه ولګوي لکه د يوې مشخصې څانګې د انتخاب حق به ترې واخلي او يا به هم ورته تر نارينه وو کم حقوق ورکړي. د دې په اند، اوس مهال د طالبانو په حکومت کې ښځې دويمه درجه لري.

دوې لسيزې وړاندې د طالبانو د تورې دورې په ختمېدلو سره د افغانستان ښځو وکولای شول چې لوړې زده کړې وکړي او په ټولنه کې يې تر سياسته پورې ښه ځای درلود. په تېرو شلو کلونو کې – د طالبانو تر بيا راتګ وړاندې – ښځو وکولای شول چې له نارينه وو سره په برابره توګه سيالي وکړي او په ټولنه کې يې شتون ته په پام سره ښه منصبونه وګټل او مخته يې وړل. رويا شريفي يوه ځوانه ښځه ده چې د طالبانو له خوا د هيواد تر سقوط وړاندې يې په جمهوري حکومت کې د هرات د کرنې آمره وه، خو دې په تېر يوه کال کې د خپل ټولنيز هويت ډېره برخه بايللې ده. دا د خپل کار دوره يوه طلايي او بريالۍ دوره ګڼي او وايي چې د دې برياليتوبونو پېل «مکتب ته له تلو» څخه وشو. د نجونو په وړاندې د مکتبونو په تړل کېدو سره به هغوی د ټولنيز برياليتوب مخ بيا هيڅکله ونه ويني.

دا د ښځو په تړاو د طالبانو له چلند څخه ناراضه ده او وايي چې د طالبانو حکومت او اسلامي نظام د ښځې تر مخ او د هغې تر وېښتانو پورې محدود دي او ښځې د دې ډلې په حکومت کې هيڅ ځای نه لري. د دې په باور، طالبانو د ښځو ټول حقوق نقض کړي دي؛ د کار حق، زده کړې حق، د جامې د انتخاب حق، پارک ته تګ او حتا حمام … دا وايي چې داسې څه ورته نه دي پاتې  چې ښځې ژوندۍ په قبر خخې کړي. له زده کړو څخه د وړو نجونو محروميت ته په اشاره کولو سره وايي چې طالبان د افغانستان راتلونکی تباه کوي، ځکه هيڅ باسواده مور به نه وي چې يو سالم او هوښيار اولاد وروزي.

د طالبانو د حکومت لومړۍ دورې ته ورګرځیدل

«زما خوېندې يوازي په مدرسه کې ديني درس وايي. غوښتل مې هغوی يوه بل ښوونيز مرکز ته ولېږم چې انګلش او رياضي ووايي تر څو چې ښوونځی پيلېږي نو هغوی به خپل درسونه له هغه ځايه پېل کړي چيرته چې ترې پاتې وو؛ خو کومه لېوالتيا چې يې وړاندې درلوده اوس يې نه لري. نه غواړي درس ووايي. وايي چې که درس ووايو هم، ګټه نه لري.» دا د اغلې ناياب خبرې دي. دا ښځه د يوې مدرسې استاده ده چې ۶۰ نفره شاګردان لري. دا دوې وړې خوېندې لري، خوېندې يې يوه په اتم او بله په نهم ټولګي کې وه چې طالبان راغلل. د طالبانو په بيا راتګ سره پر ښځو بنديزونه ولګول شول او نجونې له زده کړو منع شوې، د دې خوېندې هم د زرګونو نورو شاګردانو په څېر په کور کې پاتې شوې. د دې حالت دوام د دې لامل شوی دی چې ډېری وړې نجونې خپله روحيه وبايلي او خپه شي.

د افغانستان د نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو دا سخت دريځي او ظالمانه اقدامات د دې لامل شوي دي چې ډېری ښځې په زده کړييزو او حرفوي کورسونو کې داخلې شي يا هم ديني مدرسو ته ولاړې شي، چې ډېری يې پرې راضي نه دي.

اغلې ناياب وايي چې له بنديزونو سره – سره يې غوښتل چې د هغو نجونو لپاره چې کانکور ازموينه ورکوي ښوونيز ټولګی جوړ کړي خو شاګردانو دلچسپي ونه ښوده. دا اوس مهال هغو نجونو ته چې د طالبانو تر راتګ وړاندې په لسم، يوولسم او دوولسم ټولګيو کې وې خياطي ورښيي. دا اوسنی حالت هغسي ګڼي لکه ۲۰ کاله وړاندې چې طالبان پر افغانستان حاکم وو. دا وايي چې د ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له کبله د کم عمره نجونو ودونه زيات شوي دي. دا د خپلې يوې شاګردې په اړه چې اتلس کلنه ده وايي، ښايي له يوه داسې کس سره واده وکړي چې عمر يې ۴۰ کاله دی او په کاناډا کې ژوند کوي.

دا وايي چې د دې کورنۍ اقتصادي ستونزو هغوی دې ته چمتو کړي. «د دې مور او پلار د څو کلونو کرايه پاتې وه، هغه سړي ورته ويلي چې د دوو کلونو کرايه درکوم خو تاسو بايد ماته ستاسو لور راکړئ. د دې نجلۍ مور او پلار هم ورسره منلې ده.» دا وايي کله چې نجونې مکتب ته تلې نو فکر يې ازاد وو او په خپله يې تصميم نيولای شوای، خو اوس داسې نه ده.

مصطفی شهريار چې ژورناليست دی د افغانستان له تېرې دورې سره اوسنی حالت پرتله کوي او وايي چې د هغو ورځو تجربه را ښيي چې کوم څوک له زده کړو پاتې شول هغوی بيا ونه شوای کولای چې په ټولنه کې له نارينه وو سره برابر ودرېږي. له بله اړخه د هغو خلکو ليد او فکر هم ډېر لنډ وي چې زده کړې يې نه وي کړې. دی د زده کوونکو نجونو په اړه وايي چې دی د هغو لپاره يو روښانه راتلونکی نه شي تصور کولای ځکه د يوې ټولنې د روزنې لپاره اړتيا داده چې د ټولنې ټول قشرونه باسواده وي؛ په ځانګړې ډول مېندې بايد باسواده وي. دی وايي چې که ښوونځي پرانيستل شي نو نجونې کولای شي چې له نارينه وو سره اوږه په اوږه د ټولنې د ستونزو په حل کې ونډه واخلي. خو که زده کړې ونه کړي، نو پر ټولنه به يو بوج وي او يوازې مصرف کوونکې به وي.

له زده کړو د محروميت پايلې

له زده کړو د وړو نجونو منع کول بدې پايلې لري. جمعه خان محمدي چې د پوهنتون استاد او ټولنپوه دی، وايي چې په تېرو شلو کلونو کې په نسبي توګه د کور د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړې فرصت برابر وو خو اوس مهال او په طالباني نظام کې د ځوانو نجونو نسل له زده کړو بې برخې دی. د ښاغلي محمدي په وينا چې د ټولنپوهنې له اړخه ټولنې ته د دې زيان دادی چې د بدلون او ټولنيز خوځښت مخنيوی کېږي. یا هم که په بل عبارت سره ووايو که اراده داسي وي چې په راتلونکو پنځو يا هم لسو کلونو کې يو لوی شمېر ښځې په اداري سلسله مراتب کې واک ولري، يا هم په يوه برخه کې اړين تخصص ولري، نو کله چې د هغوی د زده کړو مخنيوی وشي، بيا به هغوی د ټولنې په دې سلسله مراتب کې نه وي چې دا د ټولنې د دې قشر لپاره بدې پايلې لري.

د دې استاد په باور، لومړی زيان يې دادی چې په ټولنه کې د هر ډول بدلون او خوځښت مخه نيول کېږي او په يوه لويه پيمانه ځواک چې زده کړو او کار ته تيار دی د مايوسۍ او ناهيلۍ ښکار کېږي. يو بل زيان يې دادی چې احساس کوي جنسيتي تبعيض ورسره کېږي يا هم د جنسيتي اپارتايد په يوه نظام کې يې حقوق ضايع کېږي.

ښاغلی محمدي وايي، چې له زده کړو څخه د محروميت او بې برخيتوب پايله مايوسي، روحي او رواني خپګان دی او موږ به په ټولنه کې په زياته کچه يو داسې نسل ولرو چې د خپګان او ټولنيزې انزوا ښکار به وي، له ټولو ټولنيزو فعاليتونو څخه به ځان کاږي او هڅه به کوي چې منزوي وي. په کلي توګه چې طالبان د مکتبونو په تړلو سره کوم کار کوي نو هغه له ټولنې سره مرسته کول نه دي، بلکې په اوږد مهال کې د خپګان، ټولنيزې انزوا او يا هم جرمي شبکو ته د زيات شمېر ځوانانو او نجونو د جذبېدلو اسباب برابروي. دی پسې وايي چې ډېر زيات شمېر ځوانان نه شي کولای چې اوسنی حالت وزغمي او شونې ده چې ځان ووژني.

پر ښځو د ظلم کولو شالید

په افغانستان کې پر ښځو ظلم کول يو اوږد تاريخي شاليد لري. د افغانستان ښځې د تاريخ په اوږدو کې له ډول – ډول ظلم سره مخ شوې دي. عرف او سنت، کلتور، دود او رواجونو او نارينه سالارۍ، دې هر ښځې قرباني کړې دي. طارق سعيدي يو کمونيسټي فعال دی، دی وايي چې پر ښځو ظلم کول يو تاريخي شاليد لري او د سرمايه دارۍ په وسيله پر دې ټولنيزو روابطو کې را څرګند شوی. په داسې ډول چې پر ښځو د دوو ظلمونو تر منځ خپلمنځي اړيکه په نړيواله سطحه په بېلابېلو بڼه را څرګنده شوې. يعني ښځې د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره په نړۍ کې له دوو ايډيولوژيو سره مخ دي: بنسټ پالنه او امپرياليزم.

د ښاغلي سعيدي په وينا چې که څه هم بنسټ پالنه له امپرياليزم سره تضادات لري خو بنسټ پالنې د امپرياليزم په غېږ کې وده کړې ده او تر خپل منځ مشترکات لري. «دا مشترکات په ځانګړې توګه د ښځو په برخه کې ليدلای شو. په افغانستان کې د ښځو مسله په سيسټماټيک ډول له ټولنې څخه د ښځو حذفول دي او اوس موږ له يوه داسې حالت سره مخ يو چې په افغانستان کې له دې حالته د ښځو ژغورل يوه نړيواله مسله ده. ښځې په بېلابېلو هيوادونو لکه ايران، امريکا، جاپان او ټوله نړۍ کې له بېلابېلو (تبعيضي) چلندونو سره مخ دي چې د نارينه سالارۍ او سرمايه دارۍ له وجې را پيدا شوي. د ښځو مسله پېچلې ده. دلته يوازې د ښځو د حقوقو مسله نه ده بلکې مسله دا هم ده چې ښځې د غلامۍ تر کچې مخته تللې دي.»

ښاغلی سعيدي په همدې اړه زیاتوي چې اصلي ستونزه يوازې د ښوونځيو خلاصون نه دی. که فرضا ښوونځي پرانيستل شي خو د بنسټ پالنې محتويات پکې لوستل کېږي، نو دا د ښځو په زيان کار دی. «که موږ دې لوی تصوير ته ونه ګورو نو د هويتي سياست ښکار کېږو. هويتي سياست د ښځو په تړاو داسې چلند کوي او وايي چې که ښځې په سياست، يا هم اقتصاد کې رول ولري نو په يو ډول يې خپل حقوق لاس ته راوړي دي او نور نو له ظلم سره نه مخ کېږي، يا هم حد اقل له ظلم سره مبارزه کولای شي. که فرض کړو د طالبانو ټول وزيران ښځې دي، خو فکر يې سخت دريځی وي، نو ايا پر ښځو کېدونکی ظلم به ختم شي؟ زما په باور نه.» د ده په باور، د ژغورنې يوازينۍ لار ښځينه انقلاب دی، نه يوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې.

د ښځو هر اړخيزې غوښتنې

دا چې طالبان دويم ځل واک ته رسېدلي دي، پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو ګڼ بنديزونه لګېدلې او د ښځينه فعالينو زنداني کول يو تاريخي پر شاتګ دی چې د افغانستان وګړي، په ځانګړې توګه ښځې يې يو ځل بيا تجربه کوي. د ډېری خلکو په باور، پر افغانستان د طالبانو بيا واکمنېدلو د تېرو دوو لسيزو خوارۍ او لاسته راوړنې ختمې کړې دي او وطن يو ځل بيا شاته تللی دی. جمعه خان پويا چې د بشري حقوقو يو فعال دی، دی وايي چې د طالبانو ښځينه ضد سياست يوه ډېره څرګنده منفي پايله لري: په راتلونکې کې څو بې سواد نسلونه. کله چې طالبان د ټولنې نيم وګړي له زده کړې محروموي نو طبيعي خبره ده چې څو نسله بې سواده کوي او په دې توګه افغانستان د طبيعي تکامل په بهير کې نور هم شاته پاتېږي.

ښاغلی پويا پسې وايي، چې له زده کړو د نجونو محروموالی د طالبانو هغه طرحه ده چې قصدا غواړي د افغانستان ښځې همداسې وساتي او د ټولنې له ټولو برخو يې وشړي. د ده په باور، طالبان غواړي چې د افغانستان ښځې له خپلو حقوقو بې خبره وي، د خپل کار له حقه او ټولو انساني حقوقو څخه محرومې وي. دی ټينګار کوي چې تر شپږم ټولګي پورته د مکتبونو د  خلاصون غوښتنه بايد د ښځو په تړاو يوه وړه غوښتنه وي، نه د دوی ټولې غوښتنې. ښځې بايد خپل ټول انساني حقوق وغواړي لکه د کار حق، د زده کړې حق، د سياسي ګډون حق او همدا راز د نورو ټولو حقوقو غوښتنه بايد وکړي.