انځور: ټولنیزې رسنۍ

مزار شريف ښار کې چاودنه؛ د حيرتان بندر ۱۵ کارکوونکي وژل شوي

اطلاعات روز: د بلخ ولايت له مرکز مزار شريف څخه يوه روغتيايي سرچينه وايي، چې د حيرتان بندر ۱۵ کارمندان د نن سهار (سې شنبه، ۱۵ د لیندۍ) په چاودنه کې وژل شوي دي.

دغه چاودنه د مزار شريف ښار د درېيمې ناحيې اړوند سيد اباد څلور لارې کې د سړک غاړې ماين له امله رامنځته شوې او د حيرتان بندر د نفتي موادو د کارمندانو ۳۰۳ موټر یې په نښه کړی دی.

ځايي طالب چارواکو په دې چاودنه کې د را منځته شوې مرګ ژوبلې مختلف ارقام ورکړي دي.

په بلخ کې د طالبانو د پوليسو وياند محمد آصف وزيري ويلي، چې په دې چاودنه کې اووه نفره وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

د نوموړي په وينا، ټول وژل شوي او ژوبل کسان د حيرتان بندر کار کوونکي دي.

په بلخ کې د طالبانو د عامې روغتيا رييس نجيب الله توانا بيا ويلي، چې اته تنه وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

له ابو علي سينای‌بلخي حوزوي روغتون څخه يوې سرچينې چې نه یې غوښتل نوم يې یاد شي، اطلاعات روز ته وويل، چې د نن سهار په چاودنه کې ۱۵ نفر وژل شوي دي.

د دې چاودنې مسووليت کوم کس يا هم کومې ډلې نه دی منلی.