اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی او د یو شمیر هیوادونو سفیران کندهار ته تللي او هلته یې د سیمه ییز طالب چارواکو سره کتلي، خو د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره یې لیدنه ځنډیدلې ده.
د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) تردې وړاندې ويلي و، چې ياده لیدنه به د ډسمبر مياشتې په پنځمه نېټه ترسره شي خو پرون (دوشنبه، ۱۴ د لیندۍ) د نامعلومو دلايلو له کبله لیدنه ترسره نشوه.
کندهار کې يوې سرچينې اطلاعات روز ته د نوم نه خپرولو په شرط وويل، چې ملاهبتالله اخوندزاده نه غواړي د بهرنيو هېوادونو له استازو سره وويني.
دغه سرچينه وایي، چې د څه باندې ۱۵ هېوادونو استازو غوښتل کندهار کې له بېلابېلو لوړ پوړو طالب چارواکو سره وويني او په یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي.
خو یادو استازو یوازې کندهار کې د طالبانو د امنیې قومندان رحیم الله محمود سره کتلي دي.
د دې لیدنې پوره جزیات ندي په ډاګه شوي.
کابل کې طالب چارواکو او ملګرو ملتونو د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې ځینو راپورونو کې ویل شوي وو، چې یو شمیر بهرني استازي د طالبانو د مشر ملاهبتالله اخوندزاده سره د لیدنې په موخه کندهار ته ځي.