انځور: ټولنیزې رسنۍ

طالبانو خوست کې پنځه کسان په عام محضر کې په درو ووهل

اطلاعات روز: طالبانو د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې پنځه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.

یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۱۴ د لیندۍ) د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې هغو پنځو کسانو ته د طالبانو له خوا په عام محضر کې سزا ورکړل شوه چې په غلا، زنا او نورو جرمونو کې ښکېل بلل شوي وو.

د سرچینې په حواله چې په یادو کسانو کې یې دوه تنه د زنا، دوه یې د شراب څښلو او یو بل یې د مخدره موادو د قاچاق په تور تر نیول کېدو وروسته د ځايي محکمې د حکم پر اساس په درو ووهل شول.

په خوست ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته په رسمي ډول د یادې موضوع په اړه څه نه دي ویلي. له دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له خوا خلک د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهل شوي وو.