خوست کې د طالبانو له لوري د یوه قومي مشر د وژلو ادعا؛ طالبانو رد کړه

اطلاعات روز: په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو پخوانی استازی کمال ناصر اصولي ادعا کوي چې طالبانو د دې ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې یو قومي مشر په ډزو وژلی دی.

ښاغلي اصولي په خپله فیسبوک پاڼه د دغې پېښې د غندنې ترڅنګ ویلي، چې د تڼیو ولسوالۍ قومي مشر «ګل بادشاه» نن سهار (پنج‌شنبه، ۱۷ د لیندۍ) تڼیو ولسوالۍ ته نږدې په ۵۰۰ مترۍ کې د طالبانو د استخباراتو پلټنځای ته په رسېدو ښکته کړل شوی او وروسته په همدې ساحه کې په ډزو سره وژل شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې له دغه قومي مشر سره یې یو زوی او دوه ورېرونه هم موجود و، نوموړي دغه پېښه بګنونکې بللې او په دغه پېښه کې یې ښکېلو کسانو ته د سزا غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي: «حاجي ګل بادشاه چې دوه ورېرونه او د هغه یو زوی هم ورسره و،  ولسوالۍ ته نږدې یې چیک پواینټ چې پنځه کسان و او د استخباراتو یونیفرم یې هم اغوستی و، دغه مشر له موټره ښکته کوي، وروسته یې لاسونه او سترګې ورباندې تړي او د هغه ورېرونو ته وايي، چې مونږ دغه ریاست ته له ځانه سره وړو او یو څو پوښتنې ترې کوو، خو له پنځو دقیقو وروسته د ډزو غږونه اورېدل کیږي او کله چې ساحې ته ورځي نو هغه په شهادت رسېدلی وي.»

ورته مهال خوست کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند مستغفر ګربز هم د دغه قومي مشر د وژل کېدو پخلی کوي.

ښاغلي ګربز له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې ګل بادشاه د ناپېژاندو وسله والو له لوري په نښه او وژل شوی دی.

هغه په دې اړه د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري د پلټنو خبر هم ورکړ.

خوست ولایت کې په دې وروستیو کې د هدفي برېدونو او نورو جنايي پېښو له ډېرېدو خلک اندېښمن دي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.