طالبانو پکتیکا کې په تېرو لسو ورځو کې شپږ کسان په دُرو وهلي

اطلاعات روز: طالبانو د هیواد په سویل ختیځ زون پکتیکا ولایت کې د تېرو لسو ورځو په موده کې شپږ کسان د غلا په تور عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو ولایتي ادارې مسوولینو ویلي، چې نن (پنج‌شنبه، ۱۷ د لیندۍ) یې د مرکز ښرنې اړوند په ورزشي لوبغالي کې د ښاري ابتدایه محکمې له لوري هغو درې کسانو ته په عام محضر کې د دورو سزا ورکړه، چې د غلا په جرم نیول شوي و.

په دغو مراسمو کې د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د استیناف محکمې ریس امان الله منقاد ویلي، چې دوی به په «مجرمینو» د شرعي حدودو لړۍ دوامداره وساتي.

له دې یوه اونۍ وړاندې هم په دغه ولایت کې درې کسان د غلا په جرم په عام محضر کې په دُرو وهل شوي و او همدا تېره ورځ بیا په فراه ولایت کې د طالبانو حکومت یو تن اعدام کړ.