ناپیژانده موټرسایکل سپرو سپین بولدک کې یو پخوانی نظامي وژلی

اطلاعات روز: سرچينې وایي، د کندهار سپین بولدک کې ناپیژانده موټرسایکل سپرو یو پخوانی نظامي وژلی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پخوانی نظامي تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۶ د لیندۍ) سپین بولدک کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، یاد نظامي د ارزګان ولایت اصلي اوسیدونکی و، چې سپین بولدک ته د خپلو دوستانو لیدو ته ورغلی و.

سرچینې د یاد نظامي د نوم او دندې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دغه راز سپین بولدک کې ځایي طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د تير حکومت نظامیان د نامعلومو کسانو له لوري په نښه کيږي چې طالبانو یې د قاتلینو په نیولو او د دا ډول وژنو د مخنیوی په تړاو کوم اقدام ندی کړی.